Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار چاودنه کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ امنیت غواړي

د ننګرهار جلال اباد ښار د  تېرې ورځې چاودنې ۱۱ کلنه صالحې او ۱۳ کلن، بریالي هم د اتو نورو کسانو ترڅنګ خپل ژوند له لاسه ورکړ او هیلې یې له ځانه سره خاورو ته یووړې. صالحه د کور مخې ته په لوبو بوخته وه.

دغه دوه ماشومان نن(سې‎شنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) خاورو ته وسپارل شول.

د دغو دوه وه تنکیو ځوانانو کورنۍ د ننګرهار سیمه‎ییزو امنیتي چارواکو پر کار نیوکه کوي او د تېرې ورځې برید کې پر مسوولینو پړه اچوي او زیاتوي چې ننګرهار مسوولین د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي.

 یوولس کلنه صالحه چې د خپل کور مخې ته د همزولو سره په لوبو بوخته وه چې تېر مازیګر په چاودنه کې ټپي شوه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه او تل لپاره یې د خپل ژوند سره مخه ښه وکړه.

د صالحه ماما، شاه اسلام وايي:«د حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې د دغو ډلو پېښو مخه دې ونیسي، دا خو یو ځل نه دی، دوهم ځل دی، دوی ولي عبرت نه اخلي او مخه یې نه نیسي.»

دلته د جلال اباد ښار په یوه بله څنډه کې بیا د یارلس کلن بریالي د جنازې مراسم روان دي . بریالی د شپږم ټولکي زده کوونکی وه ، پلار یې د خپل زوي د جنازې ترسره کیدو پرمهال وايي د ژوند ټول ارمانونه یې له خاورې سره خاورې شول.

د بریالي پلار، محمد عمر څرګندوي:«د دوی خپل کسان دي چې دلته چاودنې کوي، دلته به چا زنګ وهلی وي چې دلته چاودنه وکړه، دا زموږ له خپله لاسه ده، که موږ ونه غواړو نو څوک په موږ په وزره بم نشي تړلی، دوی خپله کوي.»  

د ننګرهار سیمه ایز چارواکي اوس هم د یو شمیر ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي:«مازدیګر څلور بجې زرنج موټر سایکل کې چاودېدونکو توکو د جلب او جذب کاسټر ته نېږدې چاودنه کې چې په کې د یوه ماشوم په ګډون لس ملکي کسان وژل شوي دي.»

 د ملي اردو د جلب او جذب  کاسټر موټر هغه وخت د برید لاندې راغی چې د جلال اباد ښار دریمې امنیتي حوزې په سیمه کې په ریشکې کې دننه ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه شوه.

برید کې۱۰ تنه وژل شول او ۳۸ تور ټپیان شول، خو تر اوسه د پيښې پړه کومې وسلوالې ډلې پر غاړې نه ده اخیستې.

 یوولس کلنه صالحه چې د خپل کور مخې ته د همزولو سره په لوبو بوخته وه چې تېر مازیګر په چاودنه کې ټپي شوه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

شریک یي کړئ