Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار یوه جومات کې دوو چاودنو ۶۲ تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ «جو درې» سیمې په یوه جومات کې پرله‎پسې دوه چاودنې وشوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې په دغو چاودنو کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا، په دغو چاودنو کې چې نن له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بچې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر حال کې وو.

د پېښې شاهدان وايي چې د دغې پېښې له امله د دغه جومات چت رالوېدلی دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو دغه چاودنې غندلې دي.

ځايي چارواکي وايي چې شونې ده د قربانیانو شمېر زیات شي. 

دغه چاودنې نن له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بچې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې لمانځه د ادا کولو پر حال کې وو.

شریک یي کړئ