Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات - اسلام کلا پر لویې لارې د نا امنۍ زیاتوالې په اړه اندېښنې

د هرات - اسلام کلا پر لویې لارې تلونکي مسافر او موټر چلوونکي د نا امنیو په تړاو اندېښنې لري او وايي چې پر دغې لارې تګ راتګ ستونزمن دی.

پر دې لارې موټر چلوونکي له وېرې سره تګ راتګ کوي، ځکه طالبانو او انسان تښتوونکو په وار وار پر امنیتي ځواکونو او مسافرو برید کړی دی.

موټر چلوونکی، محمد داوود حبیبي وايي:«د سوداګرو مال لیږدوو، هیله ده چې د غلو مخه ونیسي، څو نور بدې پېښې رامنځته نه شي.»

همداراز بل موټر چلوونکی، شکیب احمد زیاتوي:«د اسلام کلا خوا ته یو شمېر ستونزې شته دي.»

علي احمد نظري هم د هرات اسلام کلا لار کې چلوونکی دی:«د شپې ستونزې ډېرې دي، اندېښنه لرو، خو ورځ بیا هم لږ څه ښه ده.»

په همدې حال کې هرات کې د سواګرۍ او پانګونې خونه وايي کابو دوو وروستیو میاشتو کې ۸ سوداګر او پانګه وال هرات – اسلام کلا له لویې لارې تښتول شوي دي.

په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي‎زاده څرګندوي:«شاهد وو چې څو سوداګر وتښتول شول، په دې لاره کې ستونزې وې، څو سرتېري شهیدان شول. ژمنه وه چې اسلام کلا ته د ګمرک لېږد سره به امنیت تامین شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.»

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو په سیمه کې پیرې زیاتې کړي او د لویو لارو د امنیتي کنډک مسوولین وايي چې د لارې په اوږدو کې يې پوستې جوړې کړې دي.

د هرات امنیه قومندانۍ د لویو لارو د کنډک قومندان، عبدالجمیل یوسفزی په دې اړه بیانوي:«له هرات ښاره تر اسلام کلا کابو ۱۲۰ کیلومتره لار ده چې څو فرعي لارې هم لري او تر ډېره زیان هم له دې لارو دی.»

د لوېدیځې حوزې سرحدي ځواک رییس ارکان، زلمی اخګر چې ځواکونه یې د پولیسو ترڅنګ د یادې لارې امنیت تامین کې مرسته کوي، وايي:«د لویې لارې په اوږدو کې درې یا څلور ځایه ګواښونه زیات دي، د مخالفینو لخوا زمینه برابرېږي چې دوی سیمه نا امنیه کړي او بیا په کې غلاوې او بدې پېښې رامنځته کېږي.»

د هرات – اسلام کلا لوریه لار له اقتصادي پلوه مهم هغه ده او د ورځې سلګونه بار سوداګریز توکي په دې لار تګ راتګ کوي.

په همدې حال کې هرات کې امنیتي ځواکونه پر یادې لارې د امنیتي پوستو له جوړولو او د پیرو له زیاتوالي خبر ورکوي

شریک یي کړئ