Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات امنیتي خبرو لړۍ شپږمه غونډه؛ د بحث نننی چورلیز د سولې بهیر

د هرات امنیتي خبرو اترو لړۍ شپږمه غونډه نن (جمعه، د تلې په ۲۶مه) په هرات ولایت کې پیل شوه.

په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې، ځينې افغان سیاستوالو، او د نړۍ شپاړسو هېوادونو استازو ګډون کړی وو او د افغان سولې په اړه د سیمه‎ییزې او نړیوالې اجماع په اړه سلامشورې کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی رونالډ کوبیا په نننۍ غونډه کې وویل چې دغه ټولنه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغه په وینا په هغه صورت کې چې د حکومتوالۍ سیسټم پاتې شي.

هغه په دې اړه وویل:«که‎چېرې همدا حکومت د حکومتوالۍ له سیسټم سره پاتې شي، که‎چېرې د هېوادوالو بنسټيزو ارزښتونو ته درناوی وشي، اروپايي ټولنه به دلته له تاسو سره وي. اروپايي ټولنه، د بیارغونې او پراختیا بهیر څخه ملاتړ وکړي، خو موږ ځینې اصول لرو چې باید درناوی ورته وشي، د اسلامي امارت په موجودیت کې، دا به ډېره ستونزمنه وي.»

په دغې غونډه کې، د ملي امینت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویل چې د سولې په هرې هوکړې کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه تضمین واخیستل شي.

ښاغلي سپنتا په افغانستان کې اوسنۍ جګړه یوه نبیابتي جګړه وبلله:«د افغانستان جګړه، یوه استخباراتي او نیابتي جګړه ده؛ امریکا له روسیې او چین سره، سعودي عربستان، له ایران، امریکا له ایران او پاکستان له هند سره په دغې جګړه کې ښکېل دي او موږ د دغې نیابتي جګړې قربانیان یوو.»

سپنتا زیاته کړه هغه سوله چې امریکا د هغې په لټه کې ده، د افغانانو د برخلیک د معاملې په مانا ده.

د طالبانو د رژیم وزیر اغاجان معتصم چې هم په دغې غونډه کې ګډون کړی و، په خپلې وینا کې ومنله چې د پاکستان، ایران او روسیې په څېر هېوادونه له طالبانو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د سولې خبرې اترو ته طالبانو د کاږلو لپاره باید په هېواد کې د دغې ډلې لپاره یوه «امنیه سیمه»رامنځته شي.

ښاغلي معتصم څرګنده کړه:«که‎چېرې د طالبانو لپاره یوه شنه سیمه مشخصه شي، د سولې لپاره به ګټوره پرېوځي؛ د دغې شنې سیمې محدوده لږ تر لږه یو ولایت او یا هم د دوه یا درې ولایتونو پنځه ولسوالۍ وي.»

د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ رییس داوود مرادیان چې د دغې غونډې جوړونکی هم دی، دا غونډې د سیمه‎ییزې غونډې د رامنځټه کولو لپاره ګټوره ګڼي.

هغه وویل:«تراوسه چې هر ډول خبرې لرلې دي د ټوپ له خولې وې. موږ د دغو خبرو اترو په ترسره کولو سره غواړو څو د امریکا، ایران، هند او پاکستان هېوادونه د مایکروفون له لارې له یو بل سره خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لیرې لید لاهم روښانه نه دی. د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې د کابو یوه کال لپاره دوام درلود، موده مخکې د امریکا د ولسمشر له خوا ودرول شوې.

شریک یي کړئ