Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د اوبه ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال ووژل شو

هرات کې امنیتي چارواکي وايي چې د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال ملامتین له خپلو اوو تنو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته شو.

د هرات امنیه قومندان جنرال امین‎الله امرخېل نن (جمعه، د تلې په ۱۲مه) طلوع نیوز ته وویل چې د طالبانو دغه قومندان له خپلو لسګونو تنو کسانو سره د اوبه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی و او د هغې د نیولو هوډ یې درلود.

د امرخېل په وینا، د طالبانو دا برید د امنیي ځواکونو له خوا په شاتمبول شوی او طالب جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مهال، په اوبه ولسوالۍ کې، ولسي سرچینې وايي چې د تېرې شپې په نښته کې، دوه تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او یو تن بل یې ټپي شوی دی. په هرات کې امنیتي چارواکي د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي. 

د هرات امنیه قومندان جنرال امین‎الله امرخېل وايي چې دغه طالب جنګیالي له هغې وروسته ووژل شول چې پر اوبه ولسوالۍ یې برید وکړ.

شریک یي کړئ