Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات مخ په ورکېدونکې الوتونکي بهر ته قاچاق کېږي

د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې اداره بهر ته له دې ولایت څخه د هغو الوتونکو له قاچاقه اندېښنه لري چې مخ په ورکېدو دي.

د یادې ادارې رئيس، نصیراحمد فضلي څرګندوي، سره له دې چې په دې ولایت کې د الوتونکو پر پېر او پلور بندیز لګول شوی دی، خو اوس مهال شارو او نور مرغان بهر ته قاچاق کېږي.

ښاغلي فضلي زیاتوي:«شارو د هرات ولایت مخ په کمېدو مرغۍ ده چې هم کولی شي کرنېزو او نورو آفاتو لپاره ګټوره وي، او هم یوه ښایسته مرغۍ ده چې خلک یې ساتې اوس مهال ګاونډیو او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.»

د هرات ولایتي شورا هم بهر ته د الوتونکو له قاچاقه اندېښنه ښیې.

د ولایتي شورا غړی، غلام حبیب هاشمي وايي:«مخکې به ښارو په ډېره لوړه بیه ایران ته قاچاق کېده او اوس مهال هم دا بهیر دوام لري او حکومت یې باید پر وړاندې ګام پورته کړي.»

سیمه‎ييز چارواکي وايي چې اوس مهال امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې ده تر څو د الوتونکو د قاچاق کوونکو پر وړاندې قانوني چلند وکړي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد زیاتوي:«د هرات اداره مني چې الوتونکې بهر ته قاچاق کېږي، خو د قاچاق له لارې نه بلکې له رسمي لارو، د هرات سیمه‎ييز چارواکي هڅه کوي چې مخه یې ونیسي.»

اوس مهال هېواد کې د الوتونکو ترڅنګ یو شمېر مخ په ورکېدو ژوي هم له هېواد څخه بهیر قاچاق کېږي.

سیمه‎‌ييز چارواکي وايي چې اوس مهال امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې ده تر څو د الوتونکو د قاچاق کوونکو پر وړاندې قانوني چلند وکړي

شریک یي کړئ