د ملي پوځ د سرتېري همایون کورنۍ چې د چهارشنبې په ورځ(د زمري په ۲۵) د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې شهید شو اوس د کابل په یوې څنډه کې په کېږدۍ کې ژوند کوي.
همایون څلور کاله وړاندې واده کړی وه او اوس له هغه څخه دوه زامن پاتې دي. د همایون مېرمن مرسل وايي چې هغه له خپلو دوه یتیمانو سره د خور د کور په انګړې کې په کېږدۍ کې ژوند کوي.
مرسل زیاته کړه:«له دولت څخه غواړم چې دوه یتیمانو ته مې سرپناه ورکړي، د زده کړې غم دې وخوري، یو څه ورته وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د همایون پلار روکی ناروغ دی هغه وايي چې زوی یې له لس کالو څخه زیاته موده، د خلکو او د وطن ساتنې لپاره جنګېدلی دی.
هغه څرګنده کړه:«همایون د څرخي پله د ښوونې او روزنې په مرکز کې وه، ځان یې نوی د جم نظام په برخه کې سوق کړی وه، کامیاب شوی وه، همدارنګه سرتېرو ته یې روزنه ورکوله، بیا بل ځل خبر شوم چې په کمانډو کې ریشخور ته تللی.»
د همایون خواښې قندي ګل هم وویل:«کهچېرې هغه څه راوړي وای خوړل یې که نه هېڅ، که د سهار یې پیدا کړې وای نو د شپې یې نه شوای پیدا کولای.»
د همایون خپلوان له حکومت نه غواړي، چې د همایون مېرمن او زامن دې یې یوازې نه پرېږدي.
د همایون خسر غلام مجتبي وايي:«کور نه لري، ژوند یې جوړ نه دی، همدا هلک وه د ډوډۍ راوړونکی یې.»
د همایون د خپلوانو په وینا، تر اوسه د دې کورنۍ ۶ زامن له هېواد نه په ساتنه کې وژل شوي دي.