Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند بې‎ځایه شوې کورنۍ په ستونزمن حالت کې ژوند کوي

په هلمند کې د جګړې یو شمېر زیانمن او بې‎ځایه شوې کورنۍ او له ترهګرو کرکه څرګندوي او وايي چې د هغوی مرمۍ د دوی کورونه او ارامښت اخیستی دی.

دغه کورنۍ چې په بد وضعیت کې ژوند کوي، وايي چې د ترهګرو بلواګرۍ د هغوی ژوند یې سور اور کړی دی.

له دې ډلې یو ځوان چې د یوه ماین چاودنې په پایله کې خپله یوه ستره له لاسه ورکړې، طالبانو د خپلو د وژند د تباهۍ لامل بولي.

ګل احمد له جګړي څخه راتښتېدلی دی چي ښايي له زیان څخه  په امان کې شي.د روژې میاست وه او ښوونځي ته پر لاره وه، چي موټر یې د سړک غاړي ماین ښکار شو.

د یوې سترګي لیده يي له لاسه وکړي.د یوه لاس ماتېدل یې هم پر غمونو ور ډېر شوي دي.

هغه وايي:«په ټولو سیمو کې یې ماینونه خښ کړي،دا شان پر ټولو ولسي وګړو چاودنه کوي.»

په همدې ډول د محمد انور کورنۍ تېر کال په نادعلی ولسوالۍ کې د جګړو د شددت پرمهال بې‎ځایه شوې ده او د لښکرګاه په یوې کنډواله کې اوسېږي.

محمد انور د خپل د ژوند ترخه کیسه داسې بیان کړه:«دا زما وینا ده چې خدای دې افغانستان ارامه کړي او هغه کسان چې افغانستان او قرا ن له منځه وړي، خدای دې تباه کړي.»

له دې ټولو سره په هلمند کې جګړې ماشومان له  زده کړو بي برخي کړې دي.

د نادعلي اوسېدونکې خاتمه وايي:«ظالمانو موږ له کورنو څخه تېښتې ته مجبور کړو نه حکومت موږ پرېږدي او نه هم رعیت. دوه لمسیان مې ټپيان شوي او د خوړلو لپاره هېڅ نه لرو.»

د هلمند د جګړو له امله لسګونه کورنی بي ځایه شوي دي ، او ډېری دغو کورنیو خپل شته له لاسه ورکړي دي. او په لښکرګاه کي په ډېرې سختۍ سره شپې او ورځې تېروي.

په هلمند کې جګړې لسګونه کورنۍ بې‎ځایه کړي دي، ډېری دغه کورنۍ د خپلو ټولو شتمنیو په له لاسه ورکولو سره اوس د لښکرګاه په ځينو برخو کې له ستونزو سره ژوند کوي.

شریک یي کړئ