د هلمند د سولي غوښتنې ولسي حرکت چي دوه ورځې مخکې یې کابل ته د پلي تګ هوډ کړی، اوس کندهار ته رسېدلی.
هغوی په کندهار ولایت د خلکو له استازو سره په لیدنه کې د دیني عالمانو او ځوانانو سره د یوي ناستي پر مهال د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د کندهار ولایت یو شمېر ځوانان هم د هلمند د سولي د کاروان سره یوځای شول . او سبا له کندهار څخه د زابل په لوري پلی تګ پیل وي.
د سولي د دغه کاروان غړي د کندهاري ځوانانو څخه غوښتنه کوي تر څو په دغه حرکت کي ملتیا وکړي.
د سولې غوښتونکي کاروان غړی اقبال خیبر وايي:«اوس زموږ غوښتنه دا ده چې ښکېل لوري د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار اوربند اعلان کړي.»
د سولې غوښتنې د کاروان غړي د شپي ناوخته د ښار په منځ کي هم له خلګو سره ویني او غوښتنه کوي تر څو تر کابله د پلي تګ حرکت ته چمتو شي او د سولي غږ پورته کړي.
د دغه کاروان یو بل غړی قیس هاشمي وايي:«موږ خپلې لارې ته دوام ورکوو او ډاډمن یوو چې په دې لاره کې بریالي کېږو.»
د کندهار یو شمېر ځوانان ډاډ ورکوي چي د هلمند د سولې غوښتنې له حرکت سره به یوځای شي او تر کابله به پلی تګ وکړي.
د کندهار اوسېدونکی سمیع په دې اړه وویل:«د خپلو بچیانو د ژغورنې لپاره، د تاسو د اولادونو د ژغورنې لپاره له دوی ملاتړ کوو. د هر کار لپاره ټولیز هوډ برخلیک ټاکنونکی دی. د دې په پار له دوی سره یوځای شئ او خپل بچیان له وژلو وژغورئ.»
د هلمند د سولې ولسې حرکت غړو چي له هلمند څخه پلی تګ پیل کړی او له دوه ورځو لپاره په کندهار ولایت کي تم وو د شنبي په ورځ به له کندهار ښار څخه د زابل په لوري به پلی تګ پیل کړي.