د هلمند د والي ویاند وايي چې نن چهارشنبې (د وږي په ۱۲مه) د هلمند سیند کې یوه کښتۍ له ۸ تنو سپرلۍ سره ډوبه شوې ده.
عمر ځواک زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۸ بجې د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په اذان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا،په دغې کښتۍ کې درې تنه سړي، دوه ماشومان او درې ښځې سپرلې وې چې غوښتل یې د دغې کښتۍ په مرسته له سیند څخه تېر شي.
ویل کېږي چې د دغو کسانو د مړو د پيدا کولو لپاره د کجکي د برېښنا بند جریان پرې کړل شوی دی.