Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند ښار ته‎څېرمه جګړې بیا زور اخیستی

د لښکرګاه ښار ځینې اوسېدونکي ادعا لري چې  له دوه ورځو راهیسې د دغه ښار ته‎څېرمه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

هغوی د هلمند ولایت پر امنیتي چارواکو نیوکه کوي، چې په ډېریو برخو کې، پوځي عملیات بې پایلې پای ته روسوي. او همدا د دې لامل شوی چې طالبان بېرته چاڼ کړل شویو سیمو ته راستانه شي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالرازق په دې اړه وویل:«هره شپه جګړه ده؛ زموږ ماشومان او ښځې ډېرې په اندېښنه کې دي. دغې جګړې په کار او بار هم منفي اغېزه کړې ده او موږ دېر اندېښمن یوو.»

لښکرګاه ښار بل اوسېدونکی قدرت الله هم وايي:«تېره شپه چې جګړه وه، ‌ډېر بد حالت مو تېر کړ؛ کلی یې بمبارد کړ او تر ګهیځه ویښ پاتې شوو.»

خو بل لورې د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالغفار صافی وايي هغه سیمي چې لښکرګاه ښار ته نېږدې دي ډېر ژر به د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

د هغه په وینا دمګړي د نادعلي ولسوالۍ اړوند د چانجیر او د لښکرګاه ښار د څلورمي امنیتي حوزي باباجي په سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پوځي عملیات دوام لري.

ښاغلي صافي زیاته کړه:«موږ په تدریجي توګه عملیات کوو. ټولې هغه سیمې چې تاسو یادې کړې زموږ په راتلونکي پلان کې دي چې باید پاکې شي. کله چې موږ عملیات کوو، مخکې له مخکې د هغه موخه څرګنده وو، په ځينو ځایونو کې چاڼیز عملیات او په ځینو ځایونو کې پرېکنده عملیات او په ځينو سیمو کې مزاحمتي عملیات په لاره اچوو.»

د لښکرګاه ښار د باباجي څلورمه امنیتي حوزه له کابو دوه کلنو او د نادعلي ولسوالی څه د پاسه له یوه کال راهیسې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي.

شریک یي کړئ