Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د اتمر او د هند د ملي امنیت سلاکار لیدنه

د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار، راجندر کنها نن چهارشنبې ( د غبرګولي۹مه) کابل ته له یو لوړپوړي پلاوي سره راورسېد.

راجندر کنها له ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره لیدلي دي.

حنیف اتمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان او هند ترمنځ ګډه امنیتي ناسته کابل کې ترسره شوې ده.

اتمر زیاته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې (د غبرګولي۶مه) د افغانستان څخه پاکستان ته لوړپوړي پلاوي تللی وه او د دې هېواد لوی درستیز سره ولیدل.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې تېره ورځ اسلام آباد ته تللي دي، د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د دې هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په ځانګړي توګه د اعتبار د رامنځته کولو په برخه کې د پاکستان له ابتکار څخه ستاینه شوې وه.

د اړوند خبر لېدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان او هند ترمنځ ګډه امنیتي ناسته کابل کې ترسره شوې ده او د افغانستان پر حالاتو خبرې شوې دي

شریک یي کړئ