د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو په بې مخینه عملیاتو کې د افغانستان په شمال کې پر طالبانو رهبري شوي بمونه غورځولي دي.
د امریکا پوځي چارواکي وایي، د افغانستان په شمال کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ رهبري شوي بمونه د طالبانو پر مورچو غورځول شوي دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بمبارۍ د طالبانو د مرکزونو او د مالي سرچینو د لهمنځه وړو لپاره د ۹۶ ساعته هوایي عملیاتو یوه برخه وه.
بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني وایي، د هېواد په شمال کې به پر طالبانو فشارونه زیات شي.
افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د یوې غونډې په لړ کې وویل:«دویم پيغام د افغانستان شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه سرپل، جوزجان او فاریاب ته دا دی چې پراخ عملیات پیلېږي، تېره ورځ په بدخشان کې د طالبانو پټنځایونه په نښه شول. په جوزجان، په مینې په سرپل کې به هم ډېر ژر چې هوايي اجازه راکړي چمتووالی نیول شوی دی.»
رپوټونه رسوي چې امریکا د عراق له یوې پوځي اډې خپل ځواکونه افغانستان ته استوي.
فاکس نیوز په یوه رپوټ کې لیکي چې امریکايي ځواکونو ټینګار کړی چې په عراق کې د داعش له ماتې وروسته، له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د بهر کېدو بهیر پیل شوی او دا ځواکونه به افغانستان ته ولاړ شي.
د ځينو امریکايي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، ځينې دغه ځواکونه د امنیتي برخې تړونوال دي.
ځينې شمېرې ښيي چې په عراق کې پنځه زره پوځیان دي او په تېرو اوونیو کې د هغوی ځینې جنګي تجهیزات افغانستان ته رسېدلي دي.
کهڅه هم تراوسه روښانه نه ده چې د هغوی څو تنه به افغانستان ته راشي، خو له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په څو راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ۱۶زره ځواکونو زر نور پوځيان هم اضافه شي.