تېر کال په مني کې د افغانستان بدخشان ولایت د واخان له لارې یو شمېر قرقزانو هڅه وکړه چې قرقزستان ته ښوونځیو ته د خپلو اولادونو د لېږد په موخه ولاړ شي.
دغې ۳۳ کسیزې ډلې له دې مخکې د بدخشان په واخان کې یې ژوند کاوه.
قرغزان افغانستان کې قومي توکم دی چې د پامیر په لمنو کې له سینده په ۳۴۰۰متر لوړوالي کې ژوند کوي.
د دې توکم یوې ډلې اوس افغانستان پرېښۍ او قرغزستان ته تللي دي. د تګ په وخت کې دوی چې په ډله کې یې یوه امیندواره ښځه هم وه د بدخشان مرکز فیض آباد ښار ته راغلي. دوی تېر کال په سپټمر کې له یوې اوونۍ مزله تاجکستان ته رسېدلي او بیا یې د قرغزستان له چارواکو سره تر لیدنې وروسته دې هېواد کې د ژوند کولو غوښتنه کړې ده.
د دې کورنۍ ماشومان اوس مهال ښوونځیو ته ځي او د سرلیک(د قرغزستان د لوست لیک) پر زدهکړې بوخت دي.
دوی وايي، هیله لري چې له زدهکړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي او د خپلې سیمې ماشومانو ته هم زده کړې ورکړي.
دا افغان قرغزان کله چې قرغزستان ته رسېدلي، امیندوارې مېرمنې هلک ماشوم له زیږېدو وروسته پر خپل ماشوم یې د قرغزستان د ولسمشر نوم (المازبیک) ایښی. د یاد هېواد ولسمشر الماز بیک اتامبایف هم له دې کورنیو سره مرستې کړې ده.