د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد افضل حکیمي د بغلان - تخار د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو په یوه کمین کې له خپلو درې ساتونکو سره ووژل شو.
د بغلان پولیس وايي چې دا پېښه نن له غرمې مخکې (جمعه د لړم په ۲۴مه) د بغلان - تخار په لویه لار کې هغه مهال رامنځته شوه چې قومندان افضل له تخاره د کابل په لور روان و.
طالبانو هم د دغې پېښې پخلی کړی دی.