Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وسله والو غلاو د زیاتوالي په غبرګون کې د مزار مېشتو اعتراض

د مزار شریف شریف ښار اوسېدونکو نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۲) په دغه ښار کې د وسله والو غلاو د زیاتوالي په غبرګون کې د بلخ ولایتي شورا په ودانۍ کې سره راټول شوي دي.

هغوی وايي چې وسله والو غلو د خلکو ارامښت او امنیت له منځه وړی دی.

عبدالواسع بهرامي چې د مزارشریف د اوومې ناحیې په کارته خراسان سیمه کې هټۍوال دی وايي چې، ۳ وسله وال له غرمې وروسته ۲ بجې د هغه هټۍ ته راغلل او د هغه یوه اندازه توکو او ۵۰ زره افغانۍ یې له ځان سره وړي دي.

هټۍوال عبدالواسع بهرامي په دې اړه زیاته کړه:«وسله وال غله راغلل، وې ګواښلم او هغه نغدې پیسې چې په هټۍ کې وې ټولې کړې. د موبایل کارټونه یې هم یوړل. زه یې وګواښلم که چېرې غږ دې پورته کړ موږ بیا درپسې راځو.»
 
د مزارشریف بل اوسېدونکی ذکریا هم وايي:«د ورځې کار او غریبۍ پسې ځو، خو کله چې د کور په لور راځو، غله او لوټماران دننه په کوڅه کې درېږي او زموږ ټول شته را څخه اخلي.»

دغه اعتراض کوونکي زیاتوي چې، په تېرو دوو میاشتو کې په مزارشریف ښار کې څو بېلابېلې غلاوې او آن قتلونه هم شوي دي.

د مزارشریف د کارتې خراسان د امام اعظم جومات خطیب احمد فاروق قاسمي په دې اړه زیاتوي:«په همدې څو وروستیو ورځو کې موږ د دې شاهد وو چې موټر غلا شو او د موټر څېښتن ووژل شو. د خلکو کمپیوټر غلا شو. زرګر له خپل زوی سره د ښار په زړه کې راون وو وهل ټکول کېږي او څه یې چې لرل غلو له ځان سره یوړل.»

په همدې حال کې د بلخ پولیس وايي چې په تېره یوه میاشت کې د وسله والو غلاو او جنايي جرمونو په تور ۴۰ تنه نیول شوي دي. د دغو نیول شویو کسانو د ډېریو عمرونه له شلو تر ۲۵ کلونو پورې دي.
 
د بلخ امنیه قومندان محمد اجمل فایز په دې اړه وايي:«د روانې میاشتې په لړ کې موږ د کابو ۶۲ پېښو چې رامنځته شوې وې، عاملان نیولي دي.»

که څه هم د بلخ پولیس ژمنه کوي چې، د خلکو د امنیت ټینګښت او له وسله والو غلاو د مخنیوي په موخه خپلې ګزمې ډېروي خو د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې، په دې ښار کې د جنايي جرمونو ډېروالی په یوې لویې ټولنیزې ستونزې بدله شوې ده.

دغه اعتراض کوونکي د بلخ په ولایتي شورا کې سره راټول شوي او په دې ښار کې د جنايي جرمونو او په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو له ډېروالي سرټکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه