Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ لوړې مراسم؛ هره شېبه خبر

په داسې حال کې چې سهار ارګ او سپېدار ماڼۍ ته د لوړې مراسمو ترسره کولو په موخه مېلمانه راغوښتل شوي، خو لا هم دا مراسم نه دي ترسره شوي.

له غرمې وروسته ۲بجې ـ د اروپايي ټولنې او هېوادونو یو شمېر سفیران، د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد هم ارګ ته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه راغلي دي.

غرمه ۱۲:۰۰ ـ د کابل اوسيدونکی، محمد یونس وايي هېواد کې د دوو لوړو مراسمو په تړاو وايي چې مشران دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه خلک ور تربلې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

election

۱۱:۴۰ - د پاکستان د پښتون ژغورنې غړي، محسن داوړ او علي وزیر چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته رابلل شوي وو، نن کابل ته ورسېدل.

۱۱:۲۵ ـ د عبدالله د ډلې غړی، فضل احمد معنوي خبریالانو ته وویل چې د خلکو له رایو به دفاع کوو، او کله چې ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کړل، عبدالله عبدالله به یې هم ترسره کړي.

۱۱:۱۵ ـ اجراییه رییس، عبدالله عبدالله او مرستیال یې، محمد محقق اوس مهال سپېدار ماڼۍ ته راغلل. دوی له خبریالانو سره خبرې ونکړې.

له غرمې ۱۱:۱۰ - د هلمند اوسېدونکی هېواد کې د دوو لوړو مراسمو په تړاو وايي چې موږ له خپلې رایې دفاع کوو. د طلوع نیوز له خبریال، عبدالله همیم له یو شمېر هلمندیانو سره خبرې کوي.

د هلمند اوسېدونکی وايي چې موږ له خپلو رایو دفاع وکړو.

سهار ۱۰:۴۰ ـ د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د منځګړیتوب سره سره لا هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ستونزه نه ده هواره شوي.

سرچینې نن(دوشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) وايي که څه هم چې ولسمشر غني، اجراییه رییس، عبدالله عبدالله ته ۴۰ سلنه کابینه او د سولې عالي شورا ریاست ورکړی، خو ښاغلي عبدالله دغه وړاندیز نه دی منلی او لومړي وزیري او یا د وزیرانو شورا ریاست غواړي.

سهار۱۰:۳۰ ـ اوس ارګ کې د طلوع نیوز خبریاله د ټاکنیزو کمېسیونو له مشرانو، حوا علم نورستانۍ او زهره بیان شېنوارې سره خبرې کوي.

ښاغلې نورستانۍ په دې خبرو کې وویل چې موږ خپل کار په رڼه توګه ترسره کړی او راپورته شوي مسایل د سیاستوالو ترمنځ خبرې دي.

سهار:۱۰:۴۵ـ د طلوع نیوز خبریال، مسعود انصار د ولسمشرۍ له نوماند حکیم تورسن سره خبرې کوي، ښاغلی تورسن وايي که په ولسمشر ټاکنو کې کوم نوماند(غني، عبدالله) بریالی شوی وي، نو ولي چې د واک پر ویش خبرې کوي؟

نوموړی د ولسمشرۍ ټاکنو کې هېڅ یو نوماند بریالی نه بولي.

election

سهار ۱۰:۰۰ـ ارګ کې د طلوع نیوز خبریاله د طالب پخواني چارواکي، معتصم آغاجان سره خبرې کوي په دې خبرو کې ښاغلي اغاجان وویل چې، هیله لرو چې د  افغان حکومت لخوا هم د سولې لپاره ځانګړی ادرس جوړ شي او د سولې راوستو لپاره پړاونه یو په بل پسې ترسره شي.

election

سهار ۰۹:۳۰ ـ د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي دوشنبې (د کب په ۱۹مه نېټه) وايي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم له غرمې وروسته مهال ته ځنډول شوي دي.

صدیقي په دې تړاو جزئیات نه دي ورکړي.

election

په همدې حال کې سپېدار ماڼۍ کې سرچینو د طلوع نیوز خبریال ته ویلي چې د ولسمشر د لوړې مراسمو د ځنډېدو وروسته، د عبدالله عبدالله مراسم هم ځنډېلي دي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

سهار۰۹:۱۵ ـ د طلوع نیوز خبریال، خالد نیکزاد له سپېدار ماڼۍ څرګندوي چې په یاده ماڼۍ کې هم چمتووالی نیول شوی، او ځیني مېلمانه هم راغلي چې تر ډېره یې افغان سیاستوال او مخور دي.

ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د طلوع نیوز خبریالان هلته د سرچینو له قوله وايي چې د ولسمشرغني او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډول شوي دي.

election

سهار۹:۰۰ ـ د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید چې ارګ ته تللې وايي ځيني کورني میلمانه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلي، خو کوم بهرنۍ مېلمه نه لیدل کيږي.

election

سهار۸:۰۰ ـ تازه خبر: طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم وروسته له غرمې مهال ته ځنډول شوي دي. په داسې حال کې چې ارګ او سپېدار دواړو د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیولی دی.

break

د ولسمشرۍ لوړې مراسم؛ هره شېبه خبر

د هلمند اوسېدونکو د طلوع نیوز له خبریال، عبدالله همیم سره خبرو کې وايي چې هېواد کې د سولې هیله لري او غواړي چې سیاسي ستونزې هوارې شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه