ښاغلی دانش چې له څو ورځو راهیسې په هند کې دی، د هند د ولسمشر له مرستیال وینکیا نایدو سره د لیدو پر مهال د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
دواړه لورو د امنیتي همکاریو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ایران د چابهار بندر د غوره استفادې او نورو مسایلو په اړه سره خبرې اترې وکړې.
هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یو له سترو مرسته کوونکو څخه پېژندل شوی چې تراوسه یې څه باندې ۲ مېلیارده ډالره له دغه هېواد سره مرسته کړې ده او د یو مېلیارد ډالرو د مرستې ژمنه هم کړې ده.