د ولسمشر غني د تازه پروګرام د طرحې له خپرېدو یوه ورځ وروسته طلوع نیوز موندلی چې د سولې لپاره د ولسمشر غني تګ لاره یوازې د کاغذ پرمخ نه ده لیکل شوې بلکې د عملي کېدو لپاره یې هم چمتووالي نیول شوي دی.
د باخبره سرچینو په وینا تمه ده په راتلونکي یوه میاشت کې کابل په همدې تړوا د پنځلس هېوادونو او یوشمېر نړیوالو سازمانو د استازو کوربه وي.
په همدې حال کې اجراییه رییس پرته له دې چې د ولسمش تګ لاره یاده کړي ټینګار کوي چې د سولې تامین لپاره اړتیا ده چې د ټولو نظر موجود وي، خو په اوسنیو شرایطو کې باید تر ډیره د ټاکنو رونټیا ته پاملرنه وشي.
عبدالله عبدالله وړاندې وايي:«زموږ دریځ تل همدا دی چې له هر رامخته کېدونکي فرصته باید استفاده وشي او هم مهاله ورسره په ټاکنو کې د رڼښت تامین ته هم پام وکړو.»
له بلې خوا طلوع نیوز ته ځینې سرچینې وايي د سولې ددغه نوي پروګرام د عملي کولو لپاره تیاری نیول شوی دی.
لکه څنګه چې ټاکل شوې په راتلونکې کابو یوه میاشت کې، کابل کې یوه ناسته وشي او په کې به د ۱۵ هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د بیلابیلو سیاسي لوریو د استازو، د مدني ټولنې د غړو، د جګړې د قربانیانو د کورنیو، ښځو او ځوانانو په ګډون په کابل او ولایتونو کې د کوچنیو جرګو جوړیدل هم د سولې د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره لومړني کارونه دي.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي څرګندوي:«د ټاکنو پایلو ته څو نورې وځې لرو، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ باید د سولې لپاره خپلې طرحې باندې کار ونه کړو. اړتیا ده، ځکه چې سوله لومړیتوب دی! د افغانستان ولسمشر پر سولې تمرکز کوي او موږ اړ یوو چې دا پروګرام مخې ته یوسو او په څومره چټکتیا چې امکان یې وي.»
د ولسمشر غني د سولې تازه پروګرام په داسې حال کې چمتو شوی چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بیاپيلولو لپاره هڅې هم ګړندۍ شوې دي.
د ولسي جرګې غړې، حبیبه دانش وویل:«پاکستان ته د طالبانو پلاوي تلل او له خلیلزاد سره یې لیدنه په دې مانا ده چې طالبان د سولې تږي دي. دوی ته هم هیله ده چې دا حرکت د امریکا لخوا شوی، د افغانستان لخوا شوی.»
د ولسي جرګې غړې، ناهید فرید زیاتوي:«تر اوسه نه ده څرګنده چې راتلونکی ولسمشر به څوک وي؛ خو وروسته له دې چې د ټاکنو پایلې اعلان شي، موږ د افغانستان حکومت او دولت په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوو.»
د سولې اوه پړاویز پروګرام چې ویل کیږي په خپله ولسمشر د هغې طرحه لیکلې پر دریو برخو تمرکز لري چې لومړۍ برخه یې له امریکا، طالبانو او پاکستان سره خبرې او په دوهمه برخه کې هم د سولې په تړاو د سیمې او نړۍ له هیوادونو او همداراز نړیوالو سازمانونو سره د بحثونو خبره شوې ده.
د دغه پروګرام په بله برخه کې د چټکو ګامونو په نوم د ځینو کارونو خبره شوې چې په لومړي سر کې باید په هېواد کې د سولې د ټینګښت په موخه عملي شي.
په دې اړه مو اندونه