Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوي والي لاسلیک لاهم اعتبار لري

که‎څه هم سیمه‎ییزو ارګانونو ویلي چې د ولسمشر له خوا د لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور لاسلیک نور په دولتي بنسټونو کې د اعتبار وړ نه دی، خو طلوع نیوز رپوټ ښيي چې د ښاغلي نور لاسلیک د تېر په څېر په دولتي بنسټونو کې اعتبار لري.

په بلخ کې د طلوع نیوز خبریال وايي چې ښاغلی نور د ورځې د خلکو په لسګونه عریضې لاسلیکوي او د بلخ اداري کارونه د هغه له لاسلیک سره په مخ ځي.

وحدت په ورځ کې کابو سل دولتي سندونه چې د عطامحمد نور په لاسلیک راځي نورو ارګانونو ته لیږدوي او دولتي ارګانونه اړ دي چې دغه امرونه عملي کړي:«د خلکو عریضې دي چې په بېبلابېلو برخو او بېلابېلې ستونزې لري؛ احکام کړي او د والي صاحب (عطامحمد نور) لاسلیک اخلم او خلکو ته یې سپارم.»

عطامحمد نور تر دې وړاندې ډېر کار نه کاوه او خپل یو شمېر واکونه یې خپل مرستیال ته سپارلي وو خو اوس‎مهال هره ورځ دفتر ته ځي او د بلخ ولایت اړوند کارونه ترسره کوي.

د مارمل ولسوالۍ انکشافي شورا مشر مولد الدین چې د ځينو اداري کارونو له امله مزار ته راغلی وايي:«زموږ ځینې کلي له برېښنا بې برخې پاتې دي د ولایت مقام ته مو مراجعه کړې  او د ولایت له لارې د برېښنا شرکت مو غوښتنلیک راجع کړی دی.»

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی برهان الدین د عطامحمد نور د لاسلیک تر اخیستو وروسته د پوهنې ریاست ته ځي.

نوموړی او د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یوه ښوونځي د مدیر لیرې کېدل غواړي. د بلخ د پوهنې ریاست خپلو کارکوونکو ته امر کوي چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي.

د بلخ د پوهنې ریاست سرپرست محمد همایون نبي زاده په دې اړه وايي:«هغه ستونزې چې په مرکز کې شته، په ځان پورې اړه لري، موږ دلته د بلخ ولایت د مقام تر واک لاندې یوو او خپل ټول اجرات د بلي د والي ښاغلي نور د لارښونې په سمون کې ترسره کوو.»

تر دې وړاندې د سیمه‎ییزو ارګانونو ادارې ویلي وو چې د عطامحمد نور لاسلیک اعتبار نه لري خو نور چې ځان د بلخ والي بولي له دغو څرګندونو سره جدي غبرګون ښودلی وه.

هغه په خپله یوې وینا کې وویل:« یم او امرمې نافذ دی؛ هېڅوک ماته ستونزې نه‎شي رامنځته کولای؛ (حکومت داسې کار دې) ونه کړي چې د وزارت امر نور په بلخ کې ونه چلېږي.»

څه باندې یوه میاشت کېږي خو تر دې دمه د ارګ او عطا محمد نور لانجه روانه ده. انجنیر داوود د ولسمشر لخوا د بلخ والي په توګه معرفي شوی خو نوموړي تر دې دمه په رسمي ډول خپل کار نه دی پيل کړی.

شریک یي کړئ