Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر له خوا د معصوم ستانکزي د استعفاد د منلو په اړه غبرګونونه

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لخوا ننګرهار کې د څلورو وروڼو د وژنې په غبرګون د ولسمشر لخوا د معصوم ستانکزي د استعفا منظورۍ یو شمېر غبرګونونه راپورته کړي دي.

ولسمشر غني تېره ورځ، (پنجشنبې د وږي په ۱۴مه) ارګ کې یوې امنیتي غونډه کې اعلان وکړ چې د ملي امنیت له ریاسته د معصوم ستانکزي استعفا یې منظور کړې ده.

معصوم ستانکزی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ولسمشر غني له‌خوا د ملي امنیت د رییس په توګه معرفي شو او ولسي جرګې هم د باور رایه ورکړه.

خو د هغه په دې څلور کلنه دوره کې هېواد له بېلابېلو خونړیو پېښو سره مخ شو او ملي امنیت تل په ناتوانۍ تورن شو.

یو شمېر پخواني پوځيان د معصوم ستانکزي په څلور کلنو کارنامو نیوکه کوي او وايي، په دغه موده کې امنیتي ګواښونه او تاوتریخوالی د ستانکزي د بې وسۍ له کبله زیات شوي وو.

دې څلور کلونو کې کندز دوه ځله سقوط وکړ، فراه ښار د طالبانو لاس ته ولوېد، درې شپې ورځې غزنی د اور په لمبو وسوځېد او کندز یو ځل بیا د سختې جګړې شاهد دی. له دې سره خوا کې پلخمري کې نږدې یوه اوونۍ کېږي چې جګړه روانه ده او فراه ښار بیا هم د طالبانو د بریدونو شاهد دی.

اوس راپورونه وايي چې ولسمشر احمد ضیا سراج د ملي امنیت مرستیال، د دې ادارې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

شریک یي کړئ