Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې د ریاست په تړاو د ناندرو دوام

د ولسي جرګې د ریاست په تړاو چې تېره ورځ عبدالرحمن رحماني یې د مشر په  توګه وټاکل شو، نن(یک‎شنبې‎ د غويي په ۲۹مه نېټه) هم ناندرې روانې دي.

د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست وايي چې د پارلمان د ریاست څوکۍ تشه ده او ښاغلي اوصولي او رحماني یې دوو اړخونو ته ناست دي.

له ولسي جرګې طلوع نیوز ته د رارسېدلو مالوماتو له مخې د ښاغلي رحمان او د کمال ناصر اصولي پلویانو چې د پارلمان ریاست ته نوماند وو، جنجال کړی.

تېره ورځ د پارلمان د ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په ترڅ کې یې عبدالرحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې خپلې کړې وې.

د کمال ناصر اصولي پلویانو ګواښ کړی وو چې ښاغلي رحماني ته به اجازه ورنکړي چې د پارلمان ریاست وکړي او باید چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره ټاکنې د سره ترسره شي.

له ولسي جرګې طلوع نیوز ته د رارسېدلو مالوماتو له مخې د ښاغلي رحمان او د کمال ناصر اصولي پلویانو چې د پارلمان ریاست ته نوماند وو، جنجال کړی

شریک یي کړئ