Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر جنجال لا هم پر خپل ځای دی

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر جنجالونو د حل لپاره د ولسي جرګې د غړو خپل منځي سلامشورې یوځل بیا بې پایلې پاتې شوې.

ټاکل شوې وه چې نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د یوې جنجالي رایې په اړه رای اچونه وشي څو د دغې جرګې د ریاست څوکۍ برخلیک روښانه شي خو په پای کې نننۍ غونډه بې پایلې پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ مخکښ نوماندان میررحمان رحماني پلویان وايي چې هغوی هره لاره چي د رای ګیرۍ لپاره غوره شوه، ترې هرکلی یې وکړ خو ځينې نور استازي پرې نه ښوده چې دا ټاکنې ترسره شي. 

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلات‌وال وايي:«د لنډمهاله اداري پلاوي غړو لږ حیا او شرم په کار دی، د خلکو په وړاندې لږ مسوولیت په کار دی. په علني او په پټه توګه رای اچونه دوه غوراوي وو چې د ولسي جرګې غړو باید په دې اړه پر یوه هوکړه کړې وای.»

د ولسي جرګې غړی سیداحمد خادم هم وویل:«هغو کسانو چې په پیسو رایه ورکړې هغوی رایه نه ده پلورلې بلکې هغوی ایمان، وجدان او خپل ناموس پلورلی او پر داسې وکیلانو دې لعنت وي.»

د میر رحمان رحماني پلویان په ښکاره ډول د رایې اچوونې پلویان و.

لنډمهالي اداري پلاوي هم د ښکاره او پټې رایې اچوونې موضوع تالاره ته وړاندې او بالاخره د رایو په اکثریت پرېکړه وشي چې ښکاره رایه اچوونه وشي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وویل:«پر یوې جنجالي رایې هغوی چې موافق وي شنه کارټونه او که مخالف وي سره کارټونه دا کولای شي چې حل یې کړي نور نو څه؛ د ټول تالار کارټونه شنه دي.»

د میر رحمان رحماني سیال کمال ناصر اصولي بیا په دې اړه یو بل نظر لري.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي څرګندوي:«هر څوک چې له غیرت سره د رحماني ترڅنګ ولاړ دي را دې شي رایه دې نښه کړي او صندوق ته دې په پټه واچوي، خو رحماني ته دې ووايي چې ما تا ته رایه درکړه.»

د ولسي جرګې غړی میرامان الله ګذر بیا وايي:«صندوق اېږدو علني رایه دې ورکړي او هغه کسان چې په پټه رایه ورکوي ور دې کړي، ممانعت نشته د خدای او د هېواد لپاره دا بندون پای ته ورسوئ.»

خو هغه مهال چې د دارالانشا غړي د پاڼو د چاپ لپاره بېرون ولاړل، یو شمېر وکیلانو تالار پرېښود او ولاړل. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د میر رحمان رحماني پلویانو له دې کبله چې ویل یې دوی بریالي ډي، پرېکړه وکړه چې رحماني د ریاست پرچوکۍ کېنوي، اما بالاخره دا پرېکړې پایله ور نه کړه.

د ولسي جرګې د ریاست چوکۍ پر سر له یوې میاشتې د زیات وخت له تېرېدو وروسته، وکیلانو پرېکړه کړې چې د یوې جنجالي رایې پر سر له سره رایه اچوونه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه