Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې له خوندیځ (ارشیف) څخه د ځينو ویډیوګانو پټول او پاکول

طلوع نیوز ته داسې ویډیوګانې رسېدلي دي چې د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون او د دغې جرګې غړی لالی حمیدزی د ولسي جرګې د ټلوېزیون ارشیف ته ورځي او ځينې ویډیوګانې د دغه ټلوېزیون له خوندیځ څخه له ځانه سره وړي.

د دې ویډیوګانو له مخې، لالی حمیدزی د ټلوېزون د خوندیځ کارکوونکو ته پیسې هم ورکوي .

په دغو تصویرونو کې چې د شپې یوولس بجې او پنځه څلویښت دقیقې دي، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، لالی حمیدزی، حکمت الله حکمت او همداراز یو پولیس د ولسي جرګې د تلوېزیون په دهلیز کې لیدل کېږي چې امنیتي کمرو ته اشاره کوي او د دروازې په لور ځي، دروازه تړلې ده خو هغه کس چې د پولیسو جامې لري د پښې په ګوذار سره دروازه خلاصوي. دوی د ولسي جرګې د تلوېزیون د خپرونو خونې ته ورځي او له هغه ځوان سره چې په دغه دفتر کې ناست دی خبرې کوي.

اخوا همایون همایون بیا دا کار د ځان پروړاندې دسیسه بولي.

هغه وویل:«دا یوه دسیسه وه یوازې د دې لپاره هغه قضیې چې په پارلمان کې وې پټې پاتې شي مسله یې په یو ډول نه یو ډول د پردې تر شا کړه.»

حمیدلالی له هغه ځوان سره چې د ټلوېزیون د نشراتو مسوولیت لري د مېز ترشا کیني او داسې ښکاري چې تصویرونه ګوري. له هغې وروسته د ټلوېزیون دغه کارکوونکی یو فلش چې يو شمېر تصویرونه یې په‎کې ثبت کړي لالي حمیدزي ته ورکوي، هغه مسوولین چې دا تصویرونه یې څېړلي وايي د ټلوېزیون نوموړي کارکوونکي ځینې تصویرونه د کمپیوټر له حافظې پاک کړي دي.

تصویرونه د دې ښودنه کوي چې ښاغلی لالی د ټلوېزیون دغه کارکوونکي او یوه پولیس ته پيسې ورکوي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې اړه وویل:«لالي حمدزي او همایون دوی ته سل سل ډالر ورکړي. دغه ساتونکي نن په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي. یو بام او دوه هواوې. هغه څوک چې بډې ورکوي نن ازاده چکرې وهي او بډې اخیستونکی ساتونکی تر څېړنې لاندې دی.»

څو ورځې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او لالی حمیدزی د ولسي جرګې د ټلوېزیون خوندیځ ته په ننوتلو او د یو شمېر سندونو په وړلو تورن کړل.

د ولسي جرګې دوه تنه غړي د دغې جرګې د تلوېزیون خوندیځ ته ننوتلي دي. بلخوا تصویرونه د دې ښودنه کوي چې ښاغلی لالی د ټلوېزیون کارکوونکي او یوه پولیس ته پيسې ورکوي.

شریک یي کړئ