سرچنې طلوع نیوز ته وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ له دندې څخه ګوښه کړل شوی دی.
د دغو سرچینو پر وینا، چې ښاغلی وریماچ د فساد په تور نن د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه کړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر، نن له غرمې مخکې د ټاکنو کمېسیون د غړو له ګډون سره په ارګ کې یوه غونډه جوړه کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې که څه هم د ښاغلي وریماچ د ګوښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو ټینګار شوی چې ولسمشر په دغې غونډه کې، د تاکنو د کمېسیونونو د غړو ترمنځ پر یووالي او ډلهییز کار ټینګار کړی دی.
ولسمشر همدارنګه په دغې غونډه کې، ډاډ ورکړی چې د مالي سرچینو او د امنیت د تأمین په برخو کې حکومت لازمې تابیاوې نیولي دي.