Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو د لګښت تمویل ټاکنیزو اصلاحاتو ته مشروط شوی

نړیوالۍ ټولنې او افغان حکومت خپلې مالي مرستې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مشروطې کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي چې تر اوسه د ملي شورا او ولسوالیو د شورا ګانو د ټاکنو د ترسره کېدو کره وخت څرګند نه دی او په دې برخه کې به وروستۍ پرېکړه د ټاکنو د کمېسیون لخوا ونیول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله نسیمه بادغیسي وايي:«هغه شرطونه چې لري،د روڼتیا تأمین او په افغانستان کې د ازاده او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ډاډ ترلاسه کول دي.»

دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د ټاکنو د بهیر د برېښنايي کېدو لپاره له حکومت او ځينو شرکتونو سره سلامشورې رواندې دي.

مېرمن بادغیسۍ زیاته کړه:«په هغه صورت کې چې موږ د ټاکنیزو خدمتونو د یوه سافټ‎ویر وړاندې کوونکی شرکت سره یو شو د رڼو ټاکنو ترسره کېدل شونې دي،خو د پخوانیو سنتي لارو چارو څخه په استفادې سره،د دغې مسئلې عملي کېدل به له ننګونې سره مخامخ شي.»

حکومت هم د ملي شورا او ولسوالیو د شورا ګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په تمه دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وویل:«ټاکنې د ډموکراسۍ او د خلکو د ارادې د تمثیل د تحقق لپاره یو مهم عنصر دی،د ملي یووالي حکومت له خوا به په بېلابېلو کچو په ځانګړې توګه د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به ترسره شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ټینګار کوي چې د دې کمېسیون ۳۸ سلنه څوکې تشې دي او هغوی د دغو پوستونو د ډکولو لپاره د کسانو د ګمارلو هڅې پیل کړي دي.

شریک یي کړئ