Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره د ارګ او سپيدار د خبرو اترو پیل

بالاخره له اوونیو اوونیو ټاکنیزو جنجالانو څخه وروسته، د دولت جوړونکي او د ثبات او همپالنې ټاکنیزو ډلو پلاوي چې دواړه د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو ادعا لري، خبرې اترې پیل کړې دي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند چې د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې پایله نه مني، له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې د هغه او د اشرف غني د ټاکنیزو ډلو پلاوي، د لومړي ځل لپاره تېره ورځ (پنجشنبې د کب په ۱۵مه) سره ناست دي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي چې په دغې ناسته کې، د هغه څه په اړه چې هغه یې له ټاکنیز کړکېچ څخه وتل ګڼي بحث او خبرې کړې دي. خو هغه د دغې غونډې د پایلې په اړه څه ونه ویل:«نن (پنجشنبه) د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست د دوه پلاو ترمنځ یوه غوڼډه د ټاکنیز کړکېچ د حل په اړه ترسره شوه او دغه غونډې به دوام پیدا کړي.»

اجراییه رییس همدارنګه وايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په ګډون ځينې سیاسي څېرې هڅه کوي چې د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره لار پیدا کړي.

ټاکنیز جنجالونه له هغو وروسته ډېر شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، له څلورو میاشتو وروسته، د مرغومې میاشتې په لوړۍ نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې په هغه کې اشرف غني یو ځل بیا منتخب ولسمشر اعلان شو.

خو عبدالله دغه پایله ونه منله او وايي چې د «ټول ګډونه حکومت» په نوم خپل حکومت به رامنځته کړي - تراوسه د هېواد شمالي ولایتونو کې ځينې والیان هم د ثبات او همپالنې ډلې له خوا معرفي شوي دي.

تېره ورځ، ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست دواړو وویل چې د افغانستان د ولسمشر په توګه، د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله لپاره په جلا توګه د لوړې مراسمو د ترسراوي لپاره چمتووالی نیسي - ټاکل شوې ده چې دغه مراسم د شنبې په ورځ د کب په ۱۹مه ترسره شي.

خو عبدالله عبدالله وايي چې تمه لري ټاکنیز کړکېچ حل شي او هغه هره هغه نسخه چې د ډولو لپاره د منلو وړ وي مني او دا کار به د لوړې له دوه مراسمو غوره وي.

د طلوع نیوز په ځانګړې مرکه چې تېره شپه په ژوندۍ بڼه خپره شوه، له ښاغلي عبدالله څخه د سولې بهیر په اړه هم پوښتنه وشوه.

هغه څرګنده کړه که چېرې طالبان فکر کوي چې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو سره، د دغه هېواد واک ترلاسه کوي، دا ډول به ونه شي او دا ډول فکر کول تېروتنه ده.

عبدالله عبدالله سولې ته د رسېدو په برخه کې د روانو هڅو او په ځانګړې توګه د سولې د ټینګښت په صورت کې د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کېدو هم ملاتړ کوي:«د سولې کڅوړې (پکېچ) ته په کتو سره، که چېرې د لورو په زرګونه تنه بندیان په بند کې پاتې شي، سوله نه ټينګېږي. اوس په سلګونه طالبان په بندخونې کې دي چې د توقیف موده یې بشپړه شوې. د بندیانو د ازاېدو په اړه باید کار وشي؛ د سولې په کڅوړه کې د پنځه زره بندیانو ازادېدل، د سولې په او د رامنځته شوې هوکړې په چوکاټ او دا چې ضمانت واخیستل شي چې دغه بندیان بیا د جګړې دګر ته نه ځي، باید هغوی ازادېدل د سولې کڅوړه وي.»

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک پربنسټ چې د شنبې په ورځ (د کب په ۱۰مه) دوحه کې لاسلیک شو، باید د طالبانو پنځه زره بندیان او همدارنګه د حکومت زر بندیان له بنده ازاد کړل شي او وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي. او همدارنګه ټاکل شوې چې امریکايي ځواکونه به د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

خو ولسمشر اشرف غني د بندیانو له ازادېدو سره مخالف دی. هغه وايي چې په دې لړ کې هېڅ ژمنه نشته؛ خو شونې ده چې دغه موضوع د افغانانو ترمنځ په خپل مځني خبرو کې مطرحه شي.

اوس د افغانانو تر منځ د خبرو پیل ته یوازې څلور ورځې پاتې دي؛ خو د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس وايي چې تر اوسه له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی جوړی شوی.

له طالبانو سره د امریکا په هوکړه کې د دوه پټو ضمیمو په اړه وویل چې په دغو دوه ضمیمو کې داسې څه نه دي ځای پر ځای شوي چې د افغانستان ملي ګټې له زیان سره مخ کړي:څ«یوه ضمیمه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او دویمه ضمیمه کې له ترهګرو ډلو د بېلګې په توګه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د پرېکون په اړه بحث شوی.»

نوموړی همدارنګه وايي چې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدل باید له شرط پرته وي. هغه د حکومت له لوري د شپږ کسیز پلاوي په اړه چې دوحې ته تللی وايي په دې اړه له هغه سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

تېره ورځ، ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست دواړو وویل چې د افغانستان د ولسمشر په توګه، د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله لپاره په جلا توګه د لوړې مراسمو د ترسراوي لپاره چمتووالی نیسي.

شریک یي کړئ