Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ خبرو په اړه د عمران خان غبرګون

د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وايي امریکا د دې پرځای چې نور ګرم وبولي باید د افغانستان په جګړه کې خپلې ناکامۍ وارزوي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو د پاکستان لومړۍ وزیر بیا وايي امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوې او اوس غواړي چې د دې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي.

خان له امریکا پوښتلي، د دې پرځای چې پر پاکستان تورونه ولګوئ باید دا وپوښتئ چې افغانستان کې د ۲۵۰ زره افغان ځواکونو په ملاتړ د ۱۴۰ زره بهرنیو ځواکونو شتون او د یو تریلیون ډالرو لګولو سره طالبان ولې د تېر په پرتله پیاوړي شوي دي؟

تېره ورځ ټرمپ همداراز پر پاکستان د امریکا لخوا د مرستو له بندولو ملاتړ وکړ او ګواښ یې وکړ چې پاکستان به ترهګرو ته د ځای ورکولو لپاره ډېر څه له لاسه ورکړي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره مرسته وکړه او له امریکا سره یې هیڅ هم و نه کړل.«موږ پاکستان، هغه هېواد ته چې اسامه بن لادن په کې ژوند کولو، هر کال یو میلیارد او درې سوه میلیونه ډالر ورکول. ما ځکه دا پیسې پر پاکستان بندې کړې چې دوی هېڅ کار ونکړ، آن یو ساده کار یې هم زموږ لپاره ترسره نکړ.»

ټرمپ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ سره د اسامه بن لادن اوسېدل له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ په مانا ګڼي.

د پاکستان لومړی وزیر وايي د سپټمبر د یوولسمې نېټې په پېښه کې هیڅ کوم پاکستاني لاس نه درلود او پاکستان د افغانستان په جګړه کې ۷۵ زره قربانیان درلودل او همداراز د اقتصادي پلوه یې ۱۲۳ میلیارډه زیان کړی دی.

هغه ویلي دي:«د امریکا مرستې یوازې ۲۰ میلیارډه ډالره وې.»

د ټرمپ خبرو په اړه د عمران خان غبرګون

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې نور به له پاکستان سره هیڅ مرسته ونشي او دا هېواد د نورو هېوادونو په څېر دی چې له امریکا متحده ایالاتو پیسې ترلاسه کوي، خو «هېڅ کار نه ترسره کوي»

شریک یي کړئ