Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټپي شویو ماشومانو کورنۍ؛ ماشومان حاضر نه دي ښوونځي ته ولاړ شي

د هغو ماشومانو کورنۍ چې په غزني ولایت په ځانمرګي برید کې ټپیان شوي وايي ماشومان یې ښوونځي ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

د عبدالله شپږ ماشومان په غزني ښار کې د یکشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې ټپيان شوي دي، نوموړی وايي ماشومانو یې تېره شپه ناسم رواني وضعیت درلود او اوس ښوونځي ته له تلو وېرېږي او نه غواړي ښوونځي ته ولاړ شي.

د شپږو ټپي ماشومانو پلار عبدالله وویل:«ما داسې فکر وکړ چې دا خو نن له ښوونځي وختي راغلي کېدای شي دا چاودنه شوي وي وختي یې رخصت کړي وي. دغه مشر ګورم چې په وینو سور دی، کله چې زه ورکوز شوم شپږ واړه په وینو سر وو ورخطا شوم.» 

نورالله چې دوه ماشومان یې په ښوونځي کې ټپیان شوي او کور یې هم زیانمن شوی له حکومته د امنیت ټینګښت په برخه کې نهیلی شوی او له طالبانو غواړي چې پر ملکي خلکو بریدونه ونه کړي.

ټپي ماشوم اېمل وايي:«موږ پوه نه شو چې چاودنه شوې فکر مو کوه چې زلزله شوې، کله چې بهر شو چاودنه وه.»

د اېمل پلار نورالله څرګنده کړه:«زما زوی په هماغه ښوونځي کې و، زه هم ورخطا شوم دلته (کور ته) راغلم  وې ویل چې په رنجر موټر کې یې اچولی روغتون ته یې بوت.»

د غزني ښار په ښوونځي کې چې یوه ورځ مخکې په لسګونه ماشومان په زده کړو بوخت و، اوس وران او ویجاړ شوی، د ماشومانو وسایل دلته راټول شوي او زده کوونکي د خپلو کتابونو او وسایلو د پيدا کولو لپاره ورغلي دي.

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو په لومړۍ ورځ د خلکو کورونو ته څېرمه دا سیمه په کنډواله بدله شوې او ډېری کورونه او پلورنځي ویجاړ شوي دي.

اخوا بیا د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې طالبان له داسې کړنو سره نه شي کولای د سولې په خبرو اترو کې امتیا ترلاسه کړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«که‎چېرې دا د سولې خبرو په لړ کې د امیتاز ترلاسه کولو فکر وي، هغه هم د بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د زده کوونکي له وژلو سره وي، دا یو بې ځایه فکر دو غلطه مفکوره ده.»

اخوا له ماشومانو د ملاتړ بنسټ ویانده دا برید یو جنایت بولي او ټینګار کوي د کابل او غزني په ځانمرګو بریدونو کې ماشومانو ته رواني او جسمي زیان رسېدلی چې هېڅکله به یې له ذهنونو پاک نه شي.

له ماشومانو د ملاتړ بنسټ ویانده مریم عطايي وايي:«د ښوونځيو په نږدې واټن کې جګړه ونه شي، دا باید د ښکېلو لورو لپاره سره کرښه وي، چې د جګړې په وخت کې ماشومانو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.»

د یکشنبې په ورځ د غزني ښار پر یوه امنیتي حوزه د موټر بم برید په پایله کې د اتو پوځیانو په ګډون څوارلس تنه مړه او څه د پاسه ۱۸۰ نور ټپيان شول چې ډېری یې د زده کوونکو ماشومانو په ګډون ملکي کسان وو. طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.

د یکشنبې په ورځ د غزني ښار پر یوه امنیتي حوزه د موټر بم برید په پایله کې د اتو پوځیانو په ګډون څوارلس تنه مړه او څه د پاسه ۱۸۰ نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ