Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د پاکستان سفارت افغان وګړو ته د ویزې وېشل کم کړی"

د کابل او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته، کابل کې د پاکستان د ویزې ځينې غوښتونکي، وايي چې د پاکستان سفارت افغان وګړو ته د ویزې وېشل کم کړي دي.

دوی وايي، سره له دې چې، په ورځو ورځو په تمه ساتل کېږي؛ خو یوازې هغو کسانو ته ویزه ورکول کېږي چې، پیسې ورکوي او یا هم ناروغ وي.

د پاکستان د ویزې غوښتونکی محمد علي په دې اړه وویل:«درې ورځې کېږي چې دلته راځم؛ پلار مې مریض دی؛ سرطان لري. هغه لاهور ته د درمنلې لپاره بیایم. تل له جنجال سره مخ یوو.»

د پاکستان د ویزې غوښتونکی حضرت ګل وايي:«له بهرنیو چارو وزارت، ولسمشر، اجراییه رییس څخه زموږ غوښتنه دا ده که چېرې د دواړو ترمنځ ستونزه د هېواد په کچه وي، هغه په خپل منځ کې حل کړي.»

ببرک چې، ناروغه دی د ویزې د اخیستو لپاره په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په تمه دی. هغه وايي، له دوو ورځو راهیسې په تمه دی؛ خو لا تر اوسه د ویزې په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

د پاکستان د ویزې غوښتونکی ببرک څرګنده کړه:«سترګه مې درد کوي د درمنلې لپاره پاکستان ته ځم.»

له دې سره سم، په کابل کې د پاکستان سفیر وايي چې، په تېرو نهو میاشتو کې دغه سفارت یو زیات شمېر ویزې وېشلي او همداراز له سفارته بهر د ویزې په بهیر کې د فساد د شتون پخلی کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي:«په تېرو نهو میاشتو کې مو ۴۵۰ زره ویزې خپلو افغان وروڼو او خویندو ته وېشلې دي. په دې بهیر کې د سفارت دننه هېڅ فساد نشته او موږ شپه او ورځ کار کوو څو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو.»

خو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د پاکستان د ویزې غوښتونکو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګنده کړه:«د بهرنیو چارو وزارت په ځلونو دا موضوع په رسمي جلسو کې یاده کړې ده، څو په دې برخه کې د پاکستان پاملرنه ولري او دا ستونزه حل کړي.»

ډېری افغانان د درملنې په موخه پاکستان ته ځي. په کابل کې د پاکستانیو ډيپلوماټانو د ځورونې او د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د احضارېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په کابل کې افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر کمرنګه شوی دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د پاکستان د ویزې غوښتونکو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ