Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان لوی درستیز کابل ته راغی

د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر باجوه نن سې شنبې(د غبرګولي په ۲۰مه نېټه) کابل ته راغی.

کابل کې د پاکستان سفارت پر ټویټر پاڼې له ولسمشر غني سره د ښاغلي باجوه انځورونو خپرولو سره ویلي چې، نوموړي سهار شاوخوا نهه بجې له ښاغلي غني سره لیدلي دي.

د پاکستان سفارت په دې تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي او نه هم افغان حکومت څه ویلي دي.

ټآکل شوې ښاغلی باجوه له نورو افغان چارواکو سره هم وګوري.

په همدې حال کې تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د افغان سولې بهیر په تړاو د خپل سفر تازه دور کې له دوحې وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته یې له قمر باجوه سره هم لیدلي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دواړو لورو د سولې خبرو او د افغان کډوالو مسالې په تړاو خبرې کړې دي.

ټاکل شوې وه چې خلیلزاد له پاکستانه وروسته کابل ته راشي، خو نن د پاکستان لوی درستیز یوازې کابل ته راغلی.

شریک یي کړئ