Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پر ضد د زرغون بهیر د پلویانو لاریون

د زرغون بهیر پلویانو نن(د مرغومې ۲۴ مه) په کابل کې د پاکستان پر ضد لاس په لاریون پورې کړ.

دغه لاریون کوونکي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت د دروازې ترشا ولاړل او وې ویل چې پاکستان په افغانستان کې د جاسوسۍ ځاله ده.

دغو لاریون کوونکو وویل چې په هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان څارګره اداره په نېغه توګه ونډه لري.

د زرغون بهیر غړی فهیم کوهدامني وویل:«دپاکستان ای اس ای چې د ټولو بریدونو مسؤولیت مني او زه شخصاً شاهد یم او وینم یې.»

د زرغون بهیر بل غړي حامد څرګنده کړه:«دلته جاسوسي ده!ټول ځانمرګي بریدونه د پاکستان له سفارت څخه پلانېږي.»

 خو په کابل کې د افغانستان سفارت دا ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان هڅه کوي د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ښې شي او وايي چې نور هېوادونه هڅه کوي چې د پاکستان پر ضد تبلیغاتو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند اختر منیر څرګنده کړه:«د دغه کار تر شا څوک دی؟د دغه لاریون تر شا د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح دی.تاسې وینئ چې په پاکستان کې هم پېښې رامنځته شوي؛زموږ په زرګونه هېودوال شهیدان شوي او حتا زموږ ځواکونه شهید شوي،خو داسې چېرته نه دي لیدلي چې موږ په پاکستان او یا هم په اسلام اباد کې د کونسلګرۍ او یا هم د سفارت په وړاندې لاریو ن کړی وي.»

له دې سره سره دا لاریون کوونکي وايي چې د افغانستان حکومت باید د پاکستان په وړاندې جدي چلند وکړي.

 دا معترضان وايي که چېرې حکومت په دې اړه جدي غبرګون ونه ښيي نو دوې به پراخ لاریون وکړي.

شریک یي کړئ