Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان په دیني مدرسو کې د توند لارو پر روزنې د باجوه اعتراف

د پاکستان د ملي پوځ لوی درستیز مني چې د دغه هېواد په دیني مدرسو کې زده‎کوونکو ته، د توندلارۍ روزنه ورکول کېږي.

د پاکستان د پوځ مشر جاوید قمر باجوه په پاکستان کې د دیني مدرسو پر فعالیتونو نیوکه کوي او پر مدرسو د بیاکتنې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې په پاکستان کې دیني مدرسې، له کلونو راهیسې د ترهګرۍ د دود لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د اجراييه رییس ویاند جاوېد فیصل وايي:«پاکستاني مدرسو کلونه کلونه د ترهګرۍ د دودولو لپاره استفاده کړې او هغه جګړه چې په افغانستان کې کېږي سرتېري یې له پاکستاني مدرسو څخه راځي. که‎چېرې د پاکستان حکومت د دغو مدرسو لپاره عملي اقدامات درلودل، دا یو ښه کار دی او موږ هم تمه لرو چې په دغې برخه کې، ځينې کارونه وشي ترڅو پاکستاني مدرسې د ترهګرۍ او توند لارۍ مرکزونو د ودې لپاره نه وي.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګندوي:«د پاکستان په ګډون د عربي هېوادونو استخبارات هغه ملایان چې ای اس ای یې له ځان سره لري عبارت دي له سیمع الحق او فضل الرحمان او نور څخه. دوی په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د هغې سټراتېژۍ د تل لپاره چې پاکستان یې په افغانستان کې لرله، وې غوښتل چې له سیاست څخه بې خبر د دین په چوکاټ کې یو ځواک چې موږ مدرسه جوړه وو، ملا روزو او عالم تربیه کوو له دغه وضعیت څخه په ګټنې مدرسې جوړې کړې.»

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی پاکستانی نظامي چارواکی، د پاکستاني مدرسو فعالیت ننګوي.

ښاغلی باجوه پوښتي چې په دغو مدرسو کې له زده کوونکو مولوي جوړېږي او که ترهګر؟

په پاکستان کې د سلګونه نه ثبت شویو مدرسیو په خوا کې څه باندې ۲۰ زره ثبت شوې مدرسې فعالې دی.

په دغو مدرسو کې له ۲ نیم مېلیون نه زیات کسان زده کړې کوي.

هغه زدهکړې چې د پاکستان د پوځ د مشر په وینا، زدهکوونکي له اوسنۍ روزنې لیرې ساتي او پاکستان شاته کوي.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز په دې اړه وايي:«بیا کتنې ته اړتیا نه‎لري!ښه ده چې پاکستان متوجه شي او ژر تر ژره د ترهګرۍ د هغو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي چې د نړۍ لپاره ګواښ او خطر دی.»

افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي قرباني هېواد بلل کېږي او باورونه دا دي چې پاکستاني مدرسو کې زیات زده کوونکو ته سختدریځي ښودل کېږي او بیا افغانستان ته د جګړې لپاره استول کېږي.

شنوونکي وایي د پاکستان تاریخ اسلامي سختدریځۍ او توندلارۍ سره  تړاو لري ګرانه به وي چې په پاکستان کې د مدرسو تړلو باور دې وشي.

شریک یي کړئ