Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلخمري ښار د کلابندۍ شپږمه ورځ؛ د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي

نن شپږمه ورځ وه چې د بغلان ولایت پلخمري ښار د طالبانو لخوا په کلابندۍ کې دی او دغه ښار ته د تګ راتګ ټولې ورغلې لارې تړلې دي. 

د طلوع نیوز خبریال شریف امیري له پلخمري ښار څخه وايي چې نن جمعه(د وږي په ۱۵مه) شپږمه ورځ ده چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

طالبانو د یکشنبې په ورځ د (د وږي په ۱۰مه) له څو لورو پر پلخمري ښار برید وکړ.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د درېمې لوا قومندان عباس توکلي وايي، د طالبانو پر ضد عملیات یې ځکه اوږده شول چې ملکیانو ته زیان ونه رسېږي.

ښاغلي توکلي زیاته کړه:«د مُکي مرګ زوبلې د مخنیوي او کموالي په منظور، زموږ عملیات لږ په پڅوالي سره مخ دي، خو تاسې ډاډه واوسئ چې زموږ عملیات به ډېر ژر د امنیتي سیمې د پراختیا او د لویو لارو د پرانیستو لپاره پایله ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې نن د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د سقوط خبرونه هم رارسېدلي، دغه راز ویل کېږي چې دشت ارچي ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو سختې نښتې روانې دي.

کیله ګۍ هغه سیمه چې طالبان په کې دي، د پلخمري ښار لپاره یو بل خطر دی. همدا ډول هغه لار چې بغلان له مرکز سره تړي، په خنجان او دوشي سیمو کې طالبانو تړلې ده.

په ورته وخت کې، د پلخمري ځینې اوسېدونکي وايي چې د جګړې د شدت هغوی ته اجازه نه ورکوي چې خپلو ورځنیو کارونو ورسېږي.

نصیر چې په ښار کې بوټونه ګنډي په جګړو کې د خپل ستونزمن ژوند په اړه وايي:«څلور ورځې کېږي چې جګړه ده. نه یوو توانېدلي چې کار ته ولاړ شوو څو کور ته ډوډۍ راوړو.»

پر پلخمري ښار د طالبانو برید، پر کندوز ښار د دغه ډلې له برید یوه ورځ وروسته پیل شو. که‎څه هم امنیتي ځواکونه وتوانېدل پر کندوز ښار د طالبانو برید د یوې شپې ورځې په لړ کې په شاوتمبوي، خو نن بیا د خان اباد ولسوالۍ د ځينو برخو د پرځېدو رپوټونه خپاره شول.

ویل کېږي چې، دم‎ګړۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې شدیده جګړه روانه ده.

د کندوز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ملکیانو تلفاتو د مخنیوي لپاره شاتګ کړی دی.

شریک یي کړئ