په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د برید د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ تنو او د ټپيانو شمېر ۱۲۰ تنو ته رسېږي.
د شپږمې حوزې څو لوړپوړي افسران او د ملي پوځ یو افسر د وژل شویو کسانو په منځ کې دي.خو د دغو بریدونو ډېری قربانیان ولسي وګړي دي.
له دغو ټولو سره سره پوښتنه دا ده چې طالبانو په کابل کې ځان د پولیسو شپږمې حوزې او د ملي پوځ د جلب او جذب مرکز څنګه رسولی؟
په دې ځای کې د تلاشۍ څو پوستې هم شتون لري.
د بریدګرو یوه بله موخه د کابل د جلب او جذب قومانداني وه، بریدکوونکي دغې قوماندانۍ ته په ننوتلو د ملي اردو پر سرتېرو ډزې وکړې.
د ملي پوځ سرتېری عین الله وویل:«دلته یې زموږ یو ډګرمن وویشت او یو مأمور یې دلته.د ملي پوځ ۱۱ تنه ټپي شوي دی.»
خو دغو پوځیانو په لومړیو شېبو کې دوه بریدکوونکي ووژل.
د ملي پوځ افسر ملنګ شاه څرګنده کړه:«یو موږ د دغې کوټۍ په کونج کې وویشت، او بل مو دلته بهر په دهلیز کې مړ کړ.»
بریدکونکي د چهاردهي له ګلخانې سیمې څخه دې ځاي ته راغلي و په دغه ځاي څو پوځي او ملکي ودانۍ شته.
سهار وختي د کابل د دغې سیمې اوسېدونکي د خپلو کورونو او هټیو د سمولو کار پیل وي.
د پولیسو او ملي امنیت ټولې حوزې، نورې پوځي ادارې لکه وزارتونه او پوځي ریاستونه او همداراز د بهرنیو ځواکونو پوځي اډې د کابل په ګڼ مېشتو سیمو کې دي، له همدې امله د کابل د لوړو ګواښونو یو لامل هم همدا کېدای شي.