Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا امنیه قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو

د پکیتا ولایت امنیتي چارواکو نن سې‎شنبې (د تلې ۲۵ مه) د دې پخلی کړی چې د دغه ولایت امنیه قومندان توریالی ابدیاني د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د طالبانو د ځانمرګي برید په ترڅ کې شهید شوی دی.

امنیتي چارواکو ویلي چې طالبانو نن ګهیځ ۸:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نېږدې ځانمرګی برید ترسره کړی چې د هغه په پایله کې د ابدیاني په ګډون ۲۰ تنه شهیدان او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې په دغه برید کې، له یوه هاموې ډوله موټر څخه استفاده شوې ده، چارواکي همدارنګه وايي چې له ځانمرګي برید څخه وروسته، څو بریدګر د پولیسو روزنیز مرکز ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي.

تراوسه د بریدګرو کره شمېر مالوم نه دی. عیني شاهدان د دغې پېښې شهیدان ۴۰ تنه بولي.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې له پېښې رپوټ ورکوي، ویلي چې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او نښته تراوسه هم دوام لري.

د رپوټونو پر بنسټ، هغه ولسي وګړي چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره راغونډ شوي وو، هم د برید په قربانیانو کې شامل دي.

عمري زیاته کړه چې پېښې ته نېږدې ودانیو ډېر زیان لیدلی دی.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی.

شریک یي کړئ