Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا زرمت کې د هوايي بریدونو د قربانیانو د کورنیو اعتراض

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د هوايي او شپنیو عملیاتو د قربانیانو کورنیو نن (جمعه د سلواغې په ۲۵مه)په یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومته غوښتي چې د دغو پېښو عاملانو ته دې سزا ورکړل شي.

دغه کورنۍ وايي، یو کال کېږي چې د هرې دولتي او غیر دولتي ادارې دروازه ټکوي خو هېڅوک یې د عدالت غوښتنې غږ ته په روښانه ځواب نه ورکوي.

یو له دغو معترضانو میراجان وايي:«په یوه خدای دې قسم وي چې بې ګناه خلک یې وژلي.»

د قربانیو د کورنۍ غړي وايي د دوی د خپل خپلوانو له وژل کېدو څه باندې یو کال تېرېږي؛ خو  تر اوسه هېڅ دولتي بنسټ دوی ته ځواب نه دی ورکړی او ان د بشري حقونو بنسټونه هم د یادو پېښو په څېړنه کې پاتې راغلي دي.

د قربانیانو خپلوان غلام محمد په دې اړه څرګندوي:«زموږ په وړاندې ظلم وشو؛ په شپنیو عملیاتو کې یې چاپه اچولې وه.»

په پکتیا کې د مدني ټولنې فعال احمد الله احمدي هم زیاتوي:«د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوی هم دلته راغلی و، خو په ۱۴میاشتو کې دغه پلاوي همدومره ونه کړای شول چې دغه کسان وپېژني.»

د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي چې، دم ګړۍ په دغې ولسوالۍ کې هوايي بریدونه او شپني عملیات راکم شوي دي.

د زرمت ولسوال دولت خان ځدران څرګندوي:«موږ د شپنیو عملیاتو په هکله د خلکو ستونزه په ځلونو د ولایت له چارواکو سره شریکه کړې ده، له قول اردو سره مو هم شریکه کړې؛ هغوی ژمنه کړې که چېرې دغه عملیات بیا ځلې ترسره شي، له تاسو سره په همغږۍ کې کېږي.»

دغه نیوکې په داسې حال کې مطرح کطږي چې، تر دې مخکې د بشري حقونو بنسټونو هم په هېواد کې د جګړې د ښکېلو خواو په نښتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله اندېښنې په ډاګه کړي او زیاته کړې یې ده چې، تر اوسه ډېر کم پېښ شوي چې، د ولسي وګړو د وژنې عاملینو ته دې سزا ورکړ شوي وي.
 
ځايي چارواکي وايي چې دم ګړۍ په دغې ولسوالۍ کې شپني عملیات او هوايي بریدونه کم شوي دي.

شریک یي کړئ