Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا پر جاني‎خېلو ولسوالۍ د طالبانو برید

د پکتیا ولایت سیمهییزو چارواکو نن (سېشنبې د وږي۱۳مه) ویلي دي چې د دې ولایت پر ځانيخیلو ولسوالۍ د طالبانو تېرې ورځې برید دې ډلې ته له درنې مرګ ژوبلې سره په شا تمبول شوی دی.

یادو چارواکو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې تېره نیمه شپه په داسې حال کې پیل شوې چې یو شمېر طالب وسله‎والو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

دوی زیاته کړې ده چې نښتې د سهار تر کابو اتو بجو پورې دوام درلود.

د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې ډېر شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي.

په نښتو کې د څلورو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکول هم تائيد شوي او زیاته شوې ده چې شپږ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د پکتیا ځاني‎خیلو ولسوالۍ یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خو د ولایت چارواکو دا ادعاوې رد کړې.

د ولایت مقام په خبره په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې او برید یې په شا تمبول شوې ده.

په همدې حال کې د پکتیا ولایتي شورا یو غړی، تاج محمد منګل ویلي دي چې د ځاني‎خیلو ولسوالۍ په کوټګي کلي کې د پولیسو یوه پوسته د طالبانو لخوا نسکوره شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

ځاني‎خیلو ولسوالۍ د پکتیا ولایت زړه بلل کېږي او له ستراتیژيکو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي، دا ولسوالۍ د مرکز ګردیز سره ۱۵۰ کیلومتره واټن درلودو څنګ د ډیورنډ کرښې پاړه چانر او کرمې اېجنسۍ سره پوله لري.

د یاد ولایت چارواکو ویلي دي چې په پر ځاني‎خیلو ولسوالۍ برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او برید په شا تمبول شوی دی

شریک یي کړئ