Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ځينو وکیلانو او چارواکو د موټرو غیر قانوني پلېټونه

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ډېرو استازو موټر غیر قانوني او له دې څخه پرته چې ګمرکي پړاونه ووهي،هېواد ته راوړل کېږي.

دغه موټر له تورو ښيښو او له غیر قانوني او عجیبو غریبو شمېرو سره د ملي شورا غړي په خپل سر لګولي او په ښار کې تګ راتګ کوي.

د بېګې په توګه د موټرو  په پلېټونو لیکل شوي:«و-ج ۰۷۸»«و ۱۱۹ ج»،«م-ج۰۵۳»،«م ج-۳»،«۰۹۳»،«X»،«احمدزی»،«یما تره خېل»،«رییس احمدزی»،«ګلبهار»،«ش-و۱۳۵»او ...

د کابل د ټرافیکو عمومي مدیر وايي چې د ملي شورا غړو تراوسه د خپلو موټرو لپاره رسمې شمېر نه دي اخیستي او په خپل سر یې په خپلو موټرونو کې پلېټونه لګولي دي.

د کابل د ټرافیکو عمومي مدیر سید محبوب سادات په دې اړه وویل:«هغه نمبر پلېټونه چې اوس په موټرونو کې لګول شوي،د ټرافیکو له ادارې څخه  یې نه دي اخیستي او کولای شئ چې له هغوی څخه پوښتنه وکړئ چې دغه پلېټونه یې له کومه ځای اخیستي دي.»

د امنیتي سرچینو د ویناوو پر بنسټ،په پلازمېنه او د هېواد په نورو ښارونو کې ډېری سړي تښتونې او جرمونه له هغو موټرو سره ترسره کېږي چې رسمي شمېرې نه‎لري؛لکه‎څرنګه چې موده وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې د یوه ولسي جرګې د غړي موټر چې د هغه په واسطه سړي تښتونه کېده د امنیتي ځواکونو لاسته ولوېد.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست په دې اړه څرګنده کړه:«له دغو خپلو وکیلانو څخه پوښتنه کوم چې په کوم حق ځانونو ته یې ځانګړي پلېټونه جوړ کړي دي؟دا نمبر پلېټونه د کوم نظم پر بنسټ دي؟امنیتي ځواکونه را وبولئ پوښتنه وکړئ دغه وکیل چې په سړي تښتونه کې یې لاس درلود څوک دی؟په خپله له خپل حیثیت څخه دفاع وکړئ.که‎ځینې د خپل حیثیت په فکر کې نه دي موږ یوو.»

د مدني ټولنې فعال محمد نعیم نظري وايي:«د قانون تطبیق کوونکی بنسټ دې په د اړه باید جدي پاملرنه ولري او قانون دې په ټولو هېوادوالو په یو شان پلی کړي.»

د دې سربېره ویل کېږي چې په ډېرو مواردو کې د ملي شورا د غړو، د دولتي لوړ پوړو چارواکو او زورواکو موټر ترافیکي قواعد تر پښو لاندې کوي  کله چې د ترافیکو پولیس د هغوی مخه ونیسي د ترافیکو ماموران وهل او ټکول کېږي.

شریک یي کړئ