Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځینو طالب مشرانو خبرې؛ 'د اسلامي امارت اعاده سره کرښه ده'

 په ورستیو ورځو او اوونیو کې د ځینو طالب مشرانو د څرګندونو له مخې دا ډله له حکومت سره د سولې په خبرو کې د اسلامي امارت مسئله د دوی د "سرې کرښې" په توګه یادوي.

له دي ډلې په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي، ملا فاضل مظلوم ویلي چې دغه ډله به په افغانستان کې له ټول شموله حکومت سره جوړ را نه شي.

هغه افغانستان کې د اسلامي امارت اعاده کول او د شرعي نظام جوړول له امریکایانو او افغان حکومت سره په خبرو کې د طالبانو د سرو کرښو په توګه یادې شوې دي.

ظاهرا ملافاضل دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته د سفر او د طالبانو له پوځي قوماندانانو سره د کتنې پرمهال کړې دي.

هغه وايي:«طالبانو ته د قیادت تعلق او د شرعي نظام نافذېدل، له امریکایانو او د کابل له ادارې سره په خبرو کې زموږ سرې کرښې دي، موږ له دغه دریځ شاتګ نه کوو.»

د ملافاضل د دغو څرګندونو په بله برخه کې د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي او په دې اړه د طالبانو نظر ته اشاره شوې ده.

نوموړي ویلي:«نظام به اسلامي او شرعي وي او هغه کسان چې کولاي شي له موږ سره یو ځای شي له ځان سره به یې ولرو، خو که دوي فکر کوي چې اسلامي امارت او طالبان به د کابل د اوسنۍ ادارې برخه شي دا هیڅکله شوني نه دي او په دې هکله اصلا هېڅ خبره نه ده شوې.»

د دغې ډلې یو شمېر لوړپوړو غړو هم په وروستیو ورځو کې دا ډول څرګندونې کړې دي، په دې لړ کې د طالبانو د مشرتابه شورا غړی او د دغې ډلې د دعوت او ارشاد د کمیسیون مسوول وايي:«د اسلامي انقلاب بری به دا دوي چې په نظام کې بدلون راشي، که نظام پر خپل ځاي پاتې شي او موږ یوازې ولاړ شو او له هغوي سره کښینو، په دې صورت کې به زموږ حالت له پخوا بد وي.»

له بلې خوا په هغه اعلامیه کې چې ملاهبت اله د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د موافقې په مناسبت خپلو کسانو ته لیږلې وه راغلي و چې:«د اسلامي امارت مجاهدین باید خپلو لویو موخو ته د رسېدو لپاره چې د اشغال له پاي ته رسېدو وروسته هماغه د اسلامي نظام جوړښت او د خلکو سوکالي ده، خپلې لیکې لامنظمې، فعالې او پياوړې کړي.»

ازاد خبریال، سمیع یوسف‌زی وايي:‎«طالبان چې په خپل فکر او ذهن کې د امارت اسلامي په تړاو لري او د دوی په خبره چې په تړاو یې مجادله کوي او مبارزه کوي ـ چې پخوانی اسلامي امارت کوم فرق او تفریق نلري.»

په دې لړ کې امریکايي شنونکی بارنت روبین او په دوحه کې د بشري مطالعاتو انستیتوت د مرکز رییس سلطان برکت په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او اختلافاتو دوام د بین الافغاني خبرو د ځنډيدو او په دغه هیواد کې د جګړې د پيښیدو د احتمال لامل کیږي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د سولې د خبرو په هکله له افغان حکومت او طالبانو سره د واشنګټن ناڅرګند چلند هم طالبان له سیاسي اړخه لاپیاوړي کړي دي.

د نړیوالو چارو کارپوه، هادي میران څرګندوي:«د امریکا لپاره توپیر نه کوي چې څوک او څه ډول افغانستان کې حکومت کوي، خو دا ورته مهمه ده چې څوک کم مصرف لري او دا چې د امریکا ګټو لپاره مفید واقع شي.»

له دې مخکې یوه امریکایي دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د اشرف غني او عبداله عبداله ترمنځ د اختلافاتو د اواري لپاره د امریکا د هڅو بې پایلې کیدو ته په اشارې سره دا هرڅه د طالبانو د لاپیاوړي کیدو لامل بللي دي.
که څه هم حکومت تل په هیواد کې د جمهوري نظام دوام د سولې په بهیر کې خپل لومړیتوب بللی دی.

ولسمشر غني تېر کال په دې اړه ویلي وو:«با عزته سوله، د افغانستان د خلکو همت سره د جمهوریت چتر لاندې، انشاالله راتلونکې ده، ډاډه ووسئ!»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیک وروسته زلمي خلیلزاد وویل په افغانستان کې د اسلامي امارت راستنیدل د نړۍ لپاره یوه سره کرښه او د منلو وړ نه ده.

ځیني اروپايي او همداراز د ایران او روسیې په شان هېوادونو هم په دې هکله دې ته ورته نظر درلود، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند په افغانستان کې د اسلامي امارت د راتګ په وړاندې د ځینو هېوادونو غبرګونونه د افغانستان د راتلونکي نظام په برخه کې یو ډول لاسوهنه وبلله.

بل طالب مشر مولوي کبیر بیا ویلي چې دا ډله به یوازې هغه وخت بریالۍ سي چې په افغانستان کې نظام ته بدلون ور کړي

شریک یي کړئ