Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چورلکې لوېدو له کبله د دوو امریکايی سرتېرو وژل کېدل

افغانتسان کې امریکايي پوځیانو نن(چهارشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو پوځیانو د یوې چورلکې د لوېدو له کبله د دوو سرتېرو وژل کېدل تاییدوي.

خبرپاڼې ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې د الوتکې نسکوریدو لامل د دښمن برید نه وو.

خبرپاڼې همداراز ویلي دي چې د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا پوځ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې د امریکايي پوځيانو چورلکه د دوی وسله والو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې غورځولې ده.

 امریکا متحده ایالاتونه اوسمهال په هېواد کې کابو ۱۲زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کار کوي.

طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکو د دوی د جنګیالیو لخوا په لوګر کې ویشتل شوې ده

شریک یي کړئ