Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډوبو شویو افغانانو په هکله د کمیسارانو څېړنې بې پایلې شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له ایران سره په پوله د افغان کارګرو د ډوبېدو او وژل کېدو د څرنګوالي لپاره د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیسارانو څېړنې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دغه وزارت وايي چې دم ګړۍ دغه څېړنې د دواړو هېوادونو د ډپيلوماټيکو بنسټونو له لوري پيل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې په ۱۳۳۵لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوی، د دواړو هېوادونو سرحدي کمیساران سرحدي شخړې څېړي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«موضوع ډیپلوماټيکو بنسټونو ته وړاندې کېږي. په دې اړه د افغانستان اسلامي جمهوري لوري، په تهران کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی چې یو لوړ پوړی پلاوی چې د هغه په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال افغانستان ته به سفر وکړي او له افغان لوري سره به په ګډې څېړنې وکړي.»
 
له افغانستان سره د ایران پر ګډه پوله له مرګونې پېښې یوه میاشت تېرېږي ؛ خو تر اوسه ایران نه ده منلې چې دا افغانان یې د پوله ساتونکو له لوري سیند ته اچول شوي دي.
 
د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وویل:«موضوع له ډيپلوماټیکې لارې او یا د هرې بلې مرجع له لارې چې موږ عدالت او واقعیت ته نږدې کړي، څېړنه وکړي چې موضوع روښانه شي او هغه کسان چې دا شان کړنه کوي د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د غوايي میاشتې د دویمې نېټې په پېښه کې د افغانستان او ایران تر منځ په یوې سرحدي سیمه کې دولس تنه افغانان د هریرود په سیند کې ووژل شول او اولس تنه نور لا هم تري تم دي. 

د ایران پوله ساتونکي ځواکونه په دې پېښه کې پر لاس لرلو تورن شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«وکړای شو د بشري حقونو د دغې سرغړونې له پټو اړخونو او زاویو څخه خبر شو.»

هېوادوال ټینګار کوي چې حکومت باید د افغانانو له حقونو دفاع وکړي .
 
شریک یي کړئ