Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له فعالیتونو سره د کابل مخالف

په کونړ ولایت کې یو ځل بیا هغه څه چې د ډېورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د اغزن مزي غځول او د تاسیساتو جوړېدل بلل کېږي؛ نیوکې راپارولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د «هر ډول خپل سرو تاسیساتو» سره مخالف دی.
 
ورته مهال  په دې وروستیو څو ورځو کې د کونړ ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو په ټلېفوني اړیکو کې شکایتونه کړي چې د دغه ولایت په ځينو برخو کې پاکستاني پوځيان په خپل سر تاسیسات کوي.
 
کونړ کې د مدني ټولنې فعال تهذیب‌الله مذهب وايي:«په رڼا ورځ باندې د اغزن تارونه کش شوي دي. همدارنګه ولایتي ادارې په ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې ولسي وګړو لاریون وکړ خو همدې ادارې یې بېرته مخه ونیوله او د دوی غږ یې چوپ کړ.»

کونړ کې د مدني ټولنې بل فعال قیام خیام هم وویل:«له حکومت نه مو غوښتنه دا ده، چې خپل دریځ جدي کړي او د دغې موضوع په تړاو پر نړیواله کچه غږ پورته کړي چې مرګ ژوپله کمه او زموږ هغه داعیه چې ده هغه ثابته وساتي.»

د کونړځايي چارواکي د ډیورند کرښې په اوږدو کې تر ډیره د تاسیساتو جوړول او د مزو غځول په خپل سرې توګه بولي.
 
د کونړ د والي مرستیال ګل‌محمد بیدار وايي:«دوی اغزن مزی په خپل سر شروع کړی دی، چېرته یې چې خوښه وي په هماغه خوا باندې یې تېروي، هڅه کوي چې کومه بارزه نقطه  ونیسي خو موږ هم ډېریو ځایونو کې بارزې نقطې نیولې دي. کله ناکله حتا نښتې کېږي او کله ناکله د بیرغ لاندې جلسې سره کوو او تفاهم سره مخکې ځوو.»

په پلازمېنه کې هم حکومت ددې ستونزې په جدي نه ګڼلو تورن کېږي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وویل:«یو خپل په خپله ډيورنډ بحث او دی او یا فرضاً هغه د ډېورنډ کرښې په خپله ساحه ده، یوه دا چې له هغو صفري منل شویو ټکو څخه چې دوی مخکې راغلي دي په دې برخه کې له بده مرغه حکومت نه ده ثابته کړې چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کولای شي. لږ تر لږه په دغې جرګه کې ښه وه چې یادونه شوې وه»

په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت؛ له هغه څه سره د کابل د مخالفت خبره کوي چې د ډیورند پر فرضې کرښه یې په خپل سرې توګه د تاسیساتو جوړول ګڼي  .
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګندوي:«په دې اړه هر اقدام چې د پاکستان له خوا شوی دی د افغانستان اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزارت خپل اعتراض په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له لارې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته او په کابل کې د پاکستان سفارت ته وړاندې کړي دي.»

شاوخوا یوه میاشت وړاندې  په کونړ ولایت کې افغان سرحدي ځواکونو خبر ورکړ چې هڅه یې کړې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو د نویو پوستو د جوړېدو مخه ونیسي.

 خو د دغو ځواکونو په وینا پاکستاني پوځیانو له دوی سره نښته وکړه او وروسته یې د کونړ ولایت پر ځینو برخو توغندي وتوغول.

 هغه مهال د ملي امنیت سلاکار کونړ ولایت ته په سفر کې خبرداری ورکړ چې د پاکستاني پوځيانو دا توغندويي بریدونه به بې ځوابه پرېږنږدي او ویې ویل چې له اتلسو کلونو راهیسې  د کونړ ولایت پرځينو برخو په بېلابېلو پلمو بریدونه شوي دي.

په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت؛ له هغه څه سره د کابل د مخالفت خبره کوي چې د ډیورند پر فرضې کرښه یې په خپل سرې توګه د تاسیساتو جوړول ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه