Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژوند د لومړینو امکاناتو له نشتوالي څخه د پامیریانو نیوکې

د افغانستان په شمال ختیځ کې واخان ولسوالي د هېواد یوه هېره شوې سیمه ګڼل کېږي. د واخان ولسوالۍ د کوچني او لوي پامیر سیمې د بدخشان ترټولو لیرې پرتې سیمې دي.

د ژمي په رارسېدو سره په پامیر کې د هېواد د نورو برخو په پرتله ډېره واوره اورېږي خو د دغې سیمې اوسېدونکي له پراخو ستونزو کړېږي.

د پامیر یو شمېر اوسېدونکي چې له ۱۸ ورځني سفره وروسته فیض اباد ښار ته رسېدلي وايي د ژوندانه په لومړنیو امکاناتو سره ژوند کوي.

د پامپر اوسېدونکی رحیم‎الله وايي:«تېر کال زموږ ډېری څاروي مړه شول.که‎چېرې زموږ څاروي له منځه ولاړ شي ژوند موږ ته ستونزمن کېږي.»

د پامیر بل اوسېدونکی نوروزبیک هم وویل:«تېر کال د سړې هوا له امله کابو ۸۰ سلنه څاروي د بېلابېلو ناروغیو له امله له منځه ولاړل.»

له بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي دا مني چې د پامیریانو ژوند په مالدارۍ پورې تړلی او حکومت باید له دوی سره مرسته وکړي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي طلب‎الدین قادري څرګنده کړه:«تېر کال د پامیر خلک په واقعیت سره له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې ډېری څاروي یې له منځه ولاړ.که‎چېرې په سږني ژمي کې دولت اقدام ونه‎کړي د پامیرانو ستونزې به زیاتې شي.»

که څه هم د بدخشان د کرنې ریاست د سړې هوا له امله د پامیریانو د څارویو له منځه تلل مني خو زیاتوي د له منځه تللو څارویو شمېر زیات نه و.

د بدخشان د کرنې رییس سالم سايي زیاتوي ترهغه وخته چې د پامیر لارې ونه رغول شي د دغې سیمې د خلکو ژوند نه‎شي ښه کېدای.

ښاغی سايي زیاتوي:«هغه شمېرې چې د پامیر خلکو ویلي،په هغې کچه له منځه نه وو تللي؛که‎چېرې ۱۰ سلنه هم ووایو بیا هم زیات دي،خو تر هغې چې د نښلوونکو لارو ستونزې حل نه‎شي هغوی ته د مرستو رسېدل به ستونزمن وي.»

دغه پامیریان له څو ورځو راهیسې په فیض اباد ښار کې دي او وايي ترهغه وخته چې حکومت د دوی ستونزو له هغې ډلې د لارو، روغتیايي ستونزو، د ښوونځیو او د خوراکي توکو د کمښت ستونزو ته پاملرنه ونه‎کړي خپلو کورونو ته به ستانه نه‎شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه