Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د عالي شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني پر نوي فرمان نیوکې

د ښځو د عالي شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني نوی فرمان له نیوکو سره مخامخ شوی دی. 

د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي چې د دغې شورا جوړېدو ننداریز دي او ټينګار کوي چې د سولې د خبرو اترو په درشل کې اړتیا ده چې په ټولو حکومتي بنسټونو کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي.

 خو د ښځو د حقونو فعالانې د ښځو چارو وزارت د موجودیت تر څنګ د دغې شورا جوړېدو ته ګوته نیسي او وايي، اړتیا ده چې ښځې په ټولو بنسټونو ګې ونډه ولري.

د ښځو د حقونو فعاله نرګس نهان وايي:«د دغې شورا له جوړېدو سره، د ښځو موضوع له نورو موضوعګانو څخه جلا کېږي؛ په داسې حال کې چې د ښځو موضوعګانې له نورو موضوعګانو جلا نه ديږ موږ په اقتصادي عالي شورا او نورو برخو کې د ښځو د استازو حضور ته اړتیا لرو چې ښځې وکړای شي په همغو برخو کې خپل غږ پورته کړي.»

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر هم څرګندوي:«ښځې له کار، فعالیت او عدالت غوښتنې لاس نه اخلي. موږ که په شورا کې وو او که نه وو په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزښتونو او وضعیت ښه والي لپاره خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښځو د عالي شورا د جوړېدو موخه د ښځو د ځواکمن کېدو او د هغوی د فعالیتونو پراخول لپاره یوه هڅه بولي.

د ولسمشر مرستیاله ویانده درانۍ جاوېد وزیرۍ وايي:«د دغې شورا له جوړېدو موخه د ښځو پیاوړي کېدل، د ښځو د فعالیتونو پراختیا او همدارنګه د همغږۍ راوستل، د هغو نړیوالو ژمنو څار او تعقیبول چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې کړې دي.»

د افغانانو تر منځ د خبرو د احتمالي پیليدو په درشل کې د افغانستان د ښځو شبکې او د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ بنسټ غړي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د برخلیک په اړه اندېښمن دي.

دوی هیله لري چې په سولې خبرو اترو کې د ښځو حقونه خوندي پاتې شي.

د افغانستان د ښځو شبکو غړې زرقا یفتلي وویل:«ډېره مهمه او حیاتي ده چې باید ښځې د سولې په مذاکره کې حضور ولري. فعال او معناداره حضور ولري او د ښځو حضور باید ننداریز نه وي.»

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کروخېل هم وايي:«هېڅ ډله نه شي کولای افغان مېرمن یوځل بیا هېره کړي او فکر وکړي چې ښځې اصلاً مهمې نه دي.»

له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلېدو په درشل کې ځينې فعالې ښځې وايي، نه ښايي چې، د طالبانو له ماتې وروسته د ښځو لاسته راوړنې د سولې د هوکړې پر مهال بیا ځلي له منځه ولاړې شي.

د ویلو ده چې، حکومت ویلي د سولې په بهیر کې به تېرې لاسته راوړنې قرباني نه شي.

ولسمشر څو ورځې مخکې یو فرمان صادر کړ او د ښځو د عالي شورا د جوړېدو غوښتوونکی شو.

شریک یي کړئ