Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځې په وړاندې د تاوتریخوالي د غندنې لپاره نړۍ کې د مېرمنو پاڅون

د افغانستان مېرمنې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په موخه د نړۍ په کچه د ښځو له یو مېلیاردي پاڅون سره یوځای شوې.

د فبرورۍ په ۱۴ مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو مېلیارد مېرمنې په جلا جلا غونډو او ناستو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره غږ پورته کړ، په کابل کې هم  په لسګونه مېرمنې د یوې غونډې په ترڅ کې له دغه نړیوال پاڅون سره له همغږۍ سره په افغانستان او نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره خپل غږ پورته کړ.

په دې غونډه کې د افغانستان ښځو د یووالي، پرمختګ او مقاومت تر شعار لاندې په نړۍ کې د ښځو له مېلیاردي پاڅون څخه ملاتړ وکړ.

دا غونډه د مېرمنو شبکې لخوا د نړۍ د یو مېلیاردي پاڅون کوونکو مېرمنو د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده.

د افغان مېرمنو شبکه وايي، دغه شبکه په ۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسې له دغه نړیوال پاڅون سره یوځای شوې ده.

د مېرمنو د شبکې مشره حسینا صافۍ وايي:«زموږ د سږکال پیغام؛ پیوستون، پرمختګ، مقاومت او یووالی دی.»

حقوق پوهه شهلا فرید هم څرګنده وي:«د فبرورۍ پر څوارلسمه موږ دا ورځ ولمانځله، هیله لرو چې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه د ښځو چارو وزارت اعلان وکړي چې موږ د ښځو د مطالعې یو مرکز پرانیستی چې په هغه مرکز کې په علمي توګه د هېواد د ښځو د وضعیت په اړه مطالعه ترسره کېږي او هیله لرو چې موږ د دغې ورځې شاهد وو.»

د مېرمنو شبکې مسوولینې وايي، چې د هېواد په ولایتونو کې مېرمنې عدالت ته په سمه توګه لاسرسی نه‎لري.

دغه شبکه په یوه پرېکړه لیک کې له افغان حکومته غواړي په دولتي بنسټونو او په ځانګړې توګه ولایتو نو کې دې د مېرمنو ونډه زیاته کړي.

د مېرمنو شبکې د رسنیو د برخې همغږی کوونکی روشن مشعل په دې اړه وویل:«موږ د ملي یووالي له حکومته او دهغه له نړیوالو شریکانو غواړو چې له هغو بنسټونو څخه چې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو ملاتړ کوي، په جدي توګه ملاتړ وکړي. موږ د تېر په څېر په کار ځایونو کې د ښځو په وړاندې د تبعیض او تاوتریخوالي په له‎منځه وړلو ټینګار کوو.»

د افغان مېرمنو شبکې د رسنیو مسووله شکیلا نظري هم په ډاګه وايي:«ټول پوهېږي چې ډېری تګلارې، طرحې، او پروګرامونه شته لکه د دوامداره انکشاف موخې، هېوادنۍ ژمنه، او په لسګونه نور پروګرامونه، خو موږ تمه لرو چې سندونه یوازې د پاڼو او کاغذونو پر مخ پاتې نه‎شي.»

په ټوله نړۍ کې د یو مېلیارد پاڅون کوونکو مېرمنو اعتراضي خوځښت د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی دی.

هر کال د فبرورۍ ۱۴مه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې مېرمنې په لاریونونو، اعتراضونو او غونډو کې ګډون کوي او د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوي غوښتنه کوي.

د افغان مېرمنو شبکه په یوه پرېکړه لیک کې له افغان حکومته غواړي په دولتي بنسټونو او په ځانګړې توګه ولایتو نو کې دې د مېرمنو ونډه زیاته کړي.

شریک یي کړئ