Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل امنیه قومندانۍ د مرستیال لخوا د ځينو خبریالانو وهل ټکول

ځينې خبریالان وايي چې نن (جمعه د چنګاښ ۱۳مه) کله چې کابل کې د اریانا افغان ترک لېسې د کلابندۍ د خبري پوښښ لپاره تللي وو. د کابل د امنیه قومندانۍ د مرستیال نجیب سرتېري له خوا وهل ټکول او ښکنځل شوي دي.

دغه خبریالان وايي هغه مهال ووهل شول چې غوښتل یې د اریانا افغان ترک له ښوونکو او د دغې لېسې د زده‎کوونکو د کورنیو له غړو سره د پولیسو بدچلند انځور کړي.

هغه وېډیويي انځورونه چې د طلوع نیوز د تصویر اخیستوونکي حمید رحیمي لخوا اخیستل شوي، څرګندوي پولیس نه پرېږدي چې هغه له زده کوونکو سره د پولیسو له جند څخه انځور واخلي. 

حمید رحیمي وايي کله چې د کابل امنیه قومندان مرستیال د هغه د انځور اخیستو مخنیوی وکړ، هغه یې وهل ټکولی او ښکنځلې یې کړې دي.

هغه زیاتوي:«زما پر کمره یې برید وکړ؛ ونه توانېد چې زما کمره واخلي. ما ځان ته ټکان ورکړ، کله چې مې ټکان ورکړ په پیپ او ډنډې سره یې زه په ملا ووهلم.»

دا پېښه د بیان ازادۍ پر واټ رامنځته شوی؛ هغه کار چې د ډېریو خبریالانو له خوا د زغم وړ نه بلل کېږي.

خبریال شاپور فرهمند په دې اړه وویل:«د پولیسو دا کړنه د دې ښودنه کوي هغه څه چې دوی کړيو ناقانوني دي.»

له دې وړاندې د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال د اریانا نیوز تصویر اخیستوونکی سمیع جهش وواهه او د هغه کمره او ټېلفون یې له ځان سره یوړل.

تصویر اخیستوونکی سمیع جهش څرګنده کړه:«له دې وروسته کله چې ما مراجع وکړه چې زما کمره راکړئ، زما له غاړې یې د سپي په څېر ونیول زه یې کش کړم؛ ما ته یې لچک، بې تربیه او ځينې نورې ښکنځلې وکړې د ټولو خلکو په مخ کې یې زه له سیمې بهر کړم.»

ځينې حقوق پوهان، له خبریالانو سره د پولیسو دا چلند له اساسي قانون څخه سرغړونه ګڼي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي وویل:«په حقیقت کې د افغانستان اساسي قانون او د بیان ازادۍ ته درناوی نه کوي، احترام نه کوي او د قانون تر پښو لاندې کوونکي دي.»

خو کورنیو چارو وزارت وايي چې دا پېښه په جدي توګه څېړي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«د پولیسو هېڅ منصب لرونکی د بل افغان وګړي د سپکاوي او وهلو حق نه‎لري. دا پېښه په جدي توګه څېړل کې.ي او په ۲۴ راتلوونکو ساعتونو کې د څېړنې پایله له تاسو سره شریکوو.»

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پر مهال، له رسنیو د ملاتړ بنسټونو ځینې فعالانو هم د پېښې په سیمه کې حضور درلود، خو وروسته هغوی هم له سیمې لیرې شول.

شریک یي کړئ