Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل اوسېدونکو د اختر لومړۍ ورځ په امنیت کې ولمانځله

د هېواد اوسېدونکو نن(یک‎شنبې د چنګاښ۴مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ د اسلامي فرهنګ په تو ګه په امنه فضا ټول هېواد کې ولمانځله.

هېوادوال د اختر ورځ په هېواد کې د یووالي لپاره ښه موکه بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې خپل اختلافونه یوې خواته کړي او د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکو د اختر تر لمانځه وروسته ټول هېوادوال یووالي ته راوبلل.

د کابل اوسېدونکي، مولاداد ملک‎زاده وویل:«خدای دې یوه دایمي سوله هېواد کې راولي.»

د کابل بل اوسېدونکی، نعمت‎الله سرحدي زیاته کړه:«له تعصبونو لیري شو او له هر ډول تعصب څخه لیري کار وکړو د خپل هېواد راتلونکي لپاره.»

په همدې حال کې د جومات ملا امامانو د اختر لمانځه پرمهال خپلو ویناوو کې د جګړې پای او سولې  او ټیکاو لپاره دعا وکړې.

د کابل وزیر محمد اکبر خان جومات امام، محمد ایاز نیازي وویل:«پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د  افغنانستان ټول قومونه د یوه بند غړي دي؛ څوک نشي کولي چې دوی تجزیه کړي.»

د کابل اوسېدونکي وايي چې له جګړې ستري شوي او په هېواد کې درېدو غوښتنه کوي، خو ترڅنګ یې د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګندوي.

د کابل اوسېدونکی، منیر نوري:«هیله ده چې د کوچني اختر پیل هېواد کې د جګړې پای وي.»
 
کابل اوسېدونکي له افغان ځواکونو کارکړنې ستایي او ترې غوښتنه کوي چې د اختر په ورځو کې د خلکو امنیت وساتي

شریک یي کړئ