Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د برید د وژل شویو شمېر نهو کسانو ته ورسید

د کورنیو وزارت وايي په کابل کې د چهارشنبې(د غويي په ۱۸مه نېټه) د کونټرپارټ انټرنشنل په نامه پر یوه بهرني بنسټ د برید د وژل شویو شمېر ۹ کسانو ته ورسید.

یاد وزارت وايي په دې برید کې چې مسوولیت یې طالبانو ومانه، ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۶ پوځيان او د یوې ښځې په ګډون درې ملکي کسان شامل دي.

په دې برید کې د کونټر پارټ دفتر ته نېږدې د کورنو او دفترونو ودانیو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

تېره ورځ د کابل لسمې حوزې په سیمه کې غرمه مهال کابو دولس بجې د کونټر پارټ پر دفتر برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر د کونټر پارټ دفتر مخې ته ځانته چاودنه ورکړې او نور بریدګر دفتر ته د ننه شوي دي.

ودانۍ ته د ننه شویو بریدګرو شمېر څلور تنه ښودل شوي وو او د راپورونو له مخې چې دوه بریدګر د برید په پیل کې د کونټر پارټ دفتر د ساتونکو لخوا وژل شوي وو.

په همدې حال کې له بریده وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف چې بیا یې په سیمه کې چاودنه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي په دې برید کې چې مسوولیت یې طالبانو ومانه، ۲۰ تنه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ