Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل شمال کې د داعش د پنځو غړو وژل کېدل

طلوع نیوز ته امنیتي سرچینې وايي چې د کابل شکردرې ولسوالۍ په کوچکین سیمه کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۵ غړي وژل شوي دي.

دغه سرچینې زیاتوي چې افغان ځواکونو تېره شپه یوولس بجې(د غويي په ۱۶مه نېټه) عملیات پيل کړي او تر سهاره یې دوام درلود.

د سرچینې په خبره په وژ شویو کې درې ښځې او دوه نارینه شمال دي.

سرچینه همداراز زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه افغان سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی او ۶ تنه ټپیان شوې دي.

ویل کېږي چې له هغه کوره چې عملیات پرې شوې، افغان ځواکونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

افغان ځانګړو ځواکونو د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د پوځي عملیات کړي

شریک یي کړئ